د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې د لوبو میدانونه کله جوړېږي؟


د ارشیف انځور: قبایلي ځوانان وايي، که حکومت پام وکړي هغوی په لوبو کې لوی نوم ګټلی شي
د ارشیف انځور: قبایلي ځوانان وايي، که حکومت پام وکړي هغوی په لوبو کې لوی نوم ګټلی شي

په قبایلي ضلعو کې د لوبو د اتحادیو غړي او کارپوهان وايي، حکومت په ټول خیبرپښتونخوا کې د لوبو د ۱۰۰۰ میدانونو جوړولو ویلي ول خو په دې لړ کې په قبایلي ضلعو کې ډېر لږ کار شوی دی.

په قبایلي ضلع خیبر کې د فوټبال لوبغاړي یاسر اپریدي د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال رېډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې ګڼ ځوانان په بیلا بېلو لوبو کولو صلاحیت لري خو د لوبو میدانونو د نیشتوالي له وجې یې وخت او صلاحیتونه ضایع کېږي.

" زه د تیرو ۱۰ یا ۱۲ کلونو راهیسي دا اورم چې د قبایلي سیمو لپاره دا منصوبې دي او هغه دي، خو هېڅ کار نه دی شوی. په پاکستان کې تر ټولو زیاته اړتیا قبایلو ته ده ځکه چې دلته ځمکه سخته ده او میدانونه مو له تیګو ډک دي او اکثره لوبغاړي پرې د لوبو په زخمي شي."

په قبایلي ضلعو کې د تیراندازۍ لوبغاړی او کارپوه منظور اپریدي وویل چې حکومت تر دې وړاندې هم د دې سیمو د ځوانانو د پرمختیا لپاره ژمنې کړې وې خو تراوسه یې نه دي عملي کړي. نوموړي زیاته کړه، حکومت باید د لوبو د منصوبو د پیلولو نه وړاندی د سیمي مشرانو او ځوانانو سره مشورې وکړي.

په قبایلي ضلعو کې د نړیوالو لوبو د تنظیم یا ای ايي پي ایس غړي ایاز رضا وویل چې قبایلو ته د ترهګرۍ له وجې ډېر زیان اوښتی دی نو لوبو ته زیات پام کولو سره به د سیمې امنیت ته هم ګټه ورسېږي.

"په خیبرپښتونخوا کې چې کوم ۱۰۰۰ میدانونه جوړیږي، په هغې کې د ملاګوري کرکټ سپورټس کمپلیکس دی، په هغې کار روان دی. په جمرود سپورټس کمپلیکس کې چې کوم تعمیراتي کار پکار وو، هغه ونشو. په باجوړ کې یو سپورټس کمپلیکس دی چې د ابادۍ په لحاظ سره د نیشت برابر دی. دغسې په اورکزو کې یو سپورټس کمپلیکس پکار دی. په مومندو کې یو هم نیشته او په کورمه او وزیرستان کې بیا یو یو میدان دی چې ورته پام کول پکار دي."

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لوبو او کلتور څانګې مرستیال صدر او په قبایلي ضلعو کې د لوبو اتحادیې پخواني مشر شاهد خان شینواري مشال رېډیو ته وویل چې موجوده حکومت په قبایلي ضلعو کې د لوبو پرمختګ ته ډیر پام دی او دې لړ کې یې ګڼې منصوبې پیل کړي دي.

"وزیراعظم عمران خان د ۱۰۰۰ میدانونو جوړولو اعلان کړی و او دا پالیسي‌ هم ما جوړه کړې وه. د دې پالیسۍ له مخې موږ به له قبایلو کوچیز (روزنه ورکونکي) اخلو چې دا شان له دلته ته تکړه کسان له موږ سره راشي. نو هیله ده چې د عمران خان په مشرۍ کې به د خیبرپښتونخوا په څیر په قبایلو کې د لوبو میدانونه جوړ شي."

ځینو پاکستاني رسنیو د ډېسېمبر پر ۲۵مه د خیبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان په حواله لیکلي چې موجوده حکومت په قبایلي ضلعو کې د سپورټس یا لوبو پرمختګ لپاره اوو نیم اربه روپۍ بېلې کړي دي چې پکې پنځه اربه د لوبو وړو میدانونو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG