د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا د قیصر افریدي ارمانونه خاورې کړل


قیصر اپرېدي وايي، بد امنۍ او سختو حالاتو باوجود مې خپله لوبه جاري ساتلې وه.
قیصر اپرېدي وايي، بد امنۍ او سختو حالاتو باوجود مې خپله لوبه جاري ساتلې وه.

د کورونا وبا له وجې د قیصر اپرېدي هغه ارمان پوره نه شو چې په اولمپک لوبو کې د ګډون لپاره یې لیدلی و.

د کورونا وبا او لاک ډاون لګیدو له کبله چې د لوبو میدانونه وتړل شول نو له دې سره د مختلفو لوبو صوبایي، قامي او نړیوالې سیالي وځنډیدې او پروفیشنل یا مسلکي لوبغاړي په دې لوبو کې د برخه اخېستو محرومه شول، د دوی قراردادونه معطل شو، میاشتینۍ وظیفې یې ودریدې او کمپنیو ورته سپانسرشپ هم بند کړ.

په دې لوبغاړو کې د خیبر ضلعې د باړې تحصیل د جوډو لوبغاړی قیصر اپریدی هم شامل دی چې په جاپان کې د ۲۰۲۰ز کال اولمپک لوبو لپاره د ځينو کوالیفاینګ راونډونو یا مرحلو نه تېر شوی و او ځیني ورته پاتې وې خو چې کله په جاپان کې کیدونکې اولمپک لوبې وځنډیدې او ۲۰۲۱ز کال ته لاړې نو په اولمپک لوبو کې د هغه د ګډون ارمان پوره نه شو.

۲۵ کلن قیصر اپريدی چې له باړې جنګ ځپلې سیمې سره تعلق لري، مشال راډیو ته وایي:

"د بد امنۍ او سختو حالاتو باوجود مې خپله لوبه جاري ساتلې وه، یو شمېر نړیوالې سیالۍ مې ګټلي دي خو د کورونا وبا له امله مې د نورو لاس ته راوړنو سفر وځنډیده. اولمپک لوبو کې ګډون د نړۍ هر لوبغاړي یو لوی ارمان وي، زما دا ارمان پوره نه شو. په اولمپک کې ګډون سره په سړي ډېر لوی لیبل ولګي هغه لوبغاړي ته بیا اولمپین ویلای شي. خو اوس د کورونا له وجې کمپنۍ رانه په شا شوې، سپانسرې راته ملاو نه شوې، کوالیفاینګ راونډونو نه پاتې شو نو اوس به هڅه کوو چې بیا نورو نړیوالو لوبو لپاره خواري وکړو. د روزنې ځایونه مو تړلې شوي دي، ډېر انديښمن یو، زموږ معاش هم دې لوبو سرګرمیو سره روان وو خو اوس هرڅه بند شول، له معاشي ستونزو سره یې هم مخ کړو."

قیصر اپرېدي وايي، کورونا وبا د دوی په کیریر ډېر اثر وکړ
قیصر اپرېدي وايي، کورونا وبا د دوی په کیریر ډېر اثر وکړ

قیصر اپریدی وایي:"د خیبر پښتونخوا لوبو ډایریکټورټ ته مې خپل ستونزه وړاندې کړې خو تر اوسه یې راته هېڅ پام نه دې کړی."

عیتیق شینواری د فوټبال انټر نیشنل لوبغاړی دی او نوموړی وايي:"کورونا لوبغاړو ته ډېر زیانونه واړول، یو لوبغاړی چې یو کال لپاره لوبه وه نه کړي او پاتې شي نو دا ډېر زیان وي، پکار ده یو لایحه عمل جوړ شي او د هغې لاندې پروفیشنل لوبغاړو لپاره د ایس او پیز لاندې د روزنې بندوبست وشي."

د خیبر پښتونخوا جوډو ایسوسي ایشن صدر مسعود احمد وايي:

"دا دویم وار دی چې اولمپک لوبې وځنډیدې، په نړۍ کې چې کله لوی معاملات راشي نو بیا دغه لوبې ځنډولې شي، په دویم جنګ عظیم کې اولمپک لوبې ځنډول شوې وې او دا وار په ۲۰۲۰ز کال کې کورونا وبا له امله وځنډیدې، لوبو او لوبغاړو باندې ډېرې بدې اغزې وکړې."

د پاکستان اولمپیک ایسوسي ایشن وایي چې په ۲۰۱۶ز کال کې پاکستان نه یوازې ۷ تنه اولمپک لوبو ته تلي وو او دا ځل یاني ۲۰۲۱ز کال اولمپک لپاره به پاکستان دوه نخښه ویشتونکي، دوه اتلیټیکس لوبغاړي او یو د جوډو لوبغاړی ګډون کوي او کراټې او تایی کوانډو لپاره به په کوالیفاینګ راونډ کې برخه اخلي که منتخب شول نو په دې کې به هم یو یو لوبغاړې اولمپک کې ګډون کوي. اولپمیک لوبې به اوس په ۲۰۲۱ کال کې په اګست میاشت کې تر سره کېږي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو، کلتور او ځوانانو ډایریکټر جنرل اسفندیار خټک سره مو دکورونا نه متاثره شوو لوبغاړو د ستونزو په اړه باندې رابطه وشوه نو دوی یوازې دومره وویل چې موږ به یې حال واخلو او چې څه ممکنه مرسته ورسره کېدای شي هغه به وکړو.

د ملګرو ملتونو د یو رپورټ ترمخه په دې وروستو کې د سپورټس انډسټرۍ نړیوال حجم اووه سوه او شپږ پنځوس بیلیونه ډالره ته رسېدلی وو، خو کورونا وبا له امله مخ په ښکته راروان دی،کورونا د لوبو نړیوالې سیالې وځنډولې او د لوبغاړو فټنس باندې یې ډېر اثر وکړ، او د نوو لوبو په تاریخ کې په لومړي ځل ۲۰۲۰ز کال اولمپک لوبې او پیرا اولمپک لوبې وځنډیدې.

له دې سره سپورټس انډسټرۍ سره تړلې په میلونونه نوکرۍ له منځه لاړې او خلک بې روزګاره شول. د لوبغاړو علاوه ټیکنیکل افیشلز، منتظمین، ریفریان او کوچز هم ورځینو معاوضو محرومه شول، سفري کاروبار او سیاحت باندې هم ورسره ډېر اثر پریوتو.

XS
SM
MD
LG