د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د تایکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ

د فرنټیېر کور په مرسته د جنوبي وزیرستان په شینکۍ رغځۍ کېډټ کالج کې د ټول پاکستان تېکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ له ۱۲م نومبره تر ۱۴نومبره کېږي چې پکې تر ۲۰۰ پورې لوبغاړي برخه لري.

د سیالۍ سمبالوونکی زر خان مسید وايي، په دغو لوبغاړو کې ۱۷ یې د وزیرستان وړکي دي.

د وزیرستان لوبغاړو د دوی په سیمه کې د دغه سیالیو راجوړلو ته هرکلی ویلي او وايي چې د دوی په ځوانانو کې بلها وړتیاوې دي خو که موقع ورته ورکړل شي.

د وزیرستان زمریانو روزونکی محمد فهیم وايي، له دغه ډول سیالیو څخه یې لوبغاړي زده کړې کوي او په دې سره په ملک کې د تېکوانډو لوبې تکړه تکړه لوبغاړي راوزي.

یوه بل ځايي کس احمد حسین چې د تېکوانډو لوبو نندارې ته ورغلی دی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې که سرکار یې په سیمه کې د بېلابېلو لوبو ملک ګیرې سیالۍ راجوړې کړې نو د سیمې ګڼو ځوانانو ته به یې لوی چانسونه ملاو شي.

انځور سایز

اشتیاق مسید

اشتیاق مسید په جنوبي وزیرستان کې د مشال راډیو خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG