د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

نامتو افغان سندرغاړې رخشانه مړه شوې

مېرمن رخشانه

د افغانستان نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه چې له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وه، روانه اوونۍ د اتیا کلنۍ په عمر مړه شوې.

د دې خپل نوم حمیده اصیل چې په رخشانه مشهور وه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د مېرمن رخشانې مړینه تایید کړه.

رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته کډواله شوه او له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په امریکا کې اوسېده.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

اسراییلي الوتکو په دوهم ځل پر غزه بمبار وکړ

اسراییلو دا ګام وروسته له هغې پورته کړی چې فلسطینیو وسله والو، په جنوبي اسراییلو اورلګوونکي بالونونه وغورځول.

اسراییلي جنګي الوتکو په روانه اوونۍ کې په دوهم ځل په غزه بمباري وکړه.

اسراییلو دا ګام تر هغه وروسته پورته کړی چې فلسطینیو وسله والو، د اسراییلو جنوب لور ته اورلګوونکي پوکاڼۍ وراېله کړې.

د جون پر ۱۷مه شپه د اورلګوونکو غبارو او بمبارۍ د اسراییلو او حماس ترمنځ کمزوری اوربند یو وارې بیا د خطر سره مخ کړی دی.

دا اوربند تېره مې میاشت د دواړو خواوو ترمینځ د ۱۱ ورځو تر سختې جګړې پس شوی و.

اسراییلو ویلي، د هغوی غاړې ته چې حماس کومې اورلګوونکې پوکاڼۍ ورپرې اېښې وې هغو فصلونو ته تاوان رسولی او په ځوابي بمبارۍ کې دوی د حماس یو مرکز او د توغندیو د توغولو یوه دستګا ویجاړه کړې ده.

په سملاسي ډول په غزه د اسراییلي جیټ الوتکو په بمبارۍ کې د ځاني تاوان په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رایه اچول کېږي

ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي.

په ایران کې د جون پر ۱۸مه خلک د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې اچوي. ډېری خلک په دې باور دي چې د نوماندانو د ارزونې ( جانچ پړتال) په ترڅ کې وار له مخې کس ټاکل شوی دی.

په پراخ ډول انګېرل کېږي چې سختدریځه عالم او د قضايي چارو مشر ۶۰ کلن ابراهیم رییسي به د حسن روحاني ځای ونیسي.

روحاني چې د ولسمشرۍ دوه دورې یې پوره کړي په درېیم ځل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برخه اخېستو جوګه نه دی.

د ابراهیم رییسي مهم مخالف نوماند عبدالناصر همتي دی چې تر نوماندېدو وړاندې یې د ایران د مرکزي بانک د مشر په توګه کار کړی دی.

ګومان کېږي چې په انتخاباتو کې به د خلکو د رایه ورکونکې فیصدي ډېره تېټه وي ځکه چې خلک د اقتصادي ستونزو، حکومتي بندیزونو او له سیاسي څهرو په دې خپه او ناهیلې دي چې بدلون مخې ته نه شي راوړلی.

سږنۍ ټاکنې پر داسې مهال کېږي چې د امریکا د بندیزونو له وجې د ایران اقتصاد تر اغېز لاندې راغلی، حکومت د ناسم مدیریت ښکار دی او د کورونا وبا له وجې خلک کړېږي.

ولسمشر غني د برتانیا له وزیراعظم سره پر افغان سوله غږېدلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د بریتانیې وزیراعظم بورېس جانسن د جون پر ۱۷مه د ټیلېفوني خبرو له لارې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، په دې خبرو کې دواړو مشرانو د سولې ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي.

د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې وزیراعظم جانسن د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی.

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلېفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه مهمه بللې ده.

د ارګ په اعلامیه کې دغه ‌راز راغلي چې د بریتانیا وزیراعظم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د سولې پروسې د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

د چین درې ستورمزلي خلايي تمځي ته ورسېدل

دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. انځور- ارشیف

د چین خلايي ادارې ویلي دي چې د جون پر ۱۷مه یې په بریا په یوه فضايي بېړۍ کې درې ستورمزلي خلايي تمځي ته لېږدولي دي.

ادارې دا خبره د راکټ تر لېږدولو اووه ساعته وروسته کړې او په بیان کې یې ویلي چې د شېنژو -۱۲ په نوم بېړۍ په بریا تر تیانګانګ تمځي رسېدلې.

دا تر اوسه د چین د ستورمزلو وړونکو بېړۍ تر ټولو اوږد ماموریت دی. درېواړو ستورمزلو د هېواد په شمال لوېدیځ کې د راکټونو د لېږد له مرکزه پرواز وکړ او د تیانګانګ تمځي له یوې برخې سره یوځای شول.

دا ماموریت د چین لپاره د ویاړ خبره بلل کېږي ځکه چې بیجنګ د جولای پر لومړۍ نېټه د واکمن کمیونسټ ګوند د ۱۰۰مې کلیزې تیاری کوي.

ستورمزلو د دې درې میاشتني فضايي ماموریت لپاره د چمتووالي په موخه، تر ۶،۰۰۰ زیاتو ساعتونو روزنه تر لاسه کړې چې پکې په یوه خلايي ماشین کې تر اوبو لاندې تمرین هم شامل وو.

۵۶ کلن ني هایشېنګ د ماموریت او د ستورمزلو د ډلې مشر دی چې په درېیم ځل خلا ته ورغی.

ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

دیني عالمان وايي، په کار دې لوموړی اوربند وشي او بیا د سولې خبرو لپاره اجنډا جوړه شي. انځور- ارشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دیني عالمانو په یوه غونډه کې په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي او د سولې ځنډېدلې خبرې پیل کړي .

د جون پر ۱۶مه په دغه غونډه کې چې دیني عالمانو، مشرانو، ځوانانو او مېرمنو پکې ګډون لرلو، غوښته وشوه چې سولې ته لار برابر کړي او د ولس د ژوند تحفظ باوري کړل شي.

په غونډه کې دیني عالمانو په بریدونو کې پر ولسي مرګ ژوبلې اندېښنه و ښودله او ویې ویل چې باید دا کار ودرول شي.

دوی روانه اوونۍ په جلا جلا پېښو کې د وېکسینېټرانو د وژل کېدو غندنه هم وکړه.

د جون پر ۱۵مه په ننګرهار کې په دریو پېښو کې وسله والو پنځه واکسین ورکوونکي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل .

د دغه برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو افغان حکومت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

نن په خبیر پښتونخوا کې تعلیمي ادارې بیا پرانېستل کېږي

چارواکي وايي، له نهمه تر ۱۲م جماعت پورې زده کوونکو ته یوازې هغه مضمونونه ور ښيي چې پکې به ترې ازموینه اخیستل کېږي.

په خېبرپښتونخوا کې له پینځم څخه تر ۱۴م ټولګي ټولې سرکاري او شخصي تعلیمي ادارې د جون له ۱۷مې څخه د پرانیستو امر شوی دی.

د صوبې د تعلیم محکمې لخوا د جون پر ۱۶مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ګرمو سیمو کې د کورونا وایرس د مخنیوي احتیاطي تدابیرو له مخه سکولونه به د سهار له اووه بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې خلاص وي. خو په یخو سیمو کې به سکولونه له معمول سره سم خلاصې وي.

د تعلیم محکمې د تعلیم ټولو ضلعي افسرانو ته امر کړی چې د ګرمي له زیاتېدو سره سم دې اقدامات وکړي او له نهمه تر ۱۲م جماعت پورې زده کوونکو ته یوازې هغه مضمونونه ورښيي چې پکې به ترې ازموینه اخیستل کېږي.

مخکې د ګرمي زیاتېدو له امله په صوبه کې پرایمري او مډل سکولونه د جون پر ۱۰مه بند کړل شوي ول.

بایډن او پوتین د وسلو کنټرول په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کوي

روسی ولسمشر پوتین د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۶مه جینیوا ته ورسېد

امریکايي ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۶مه د سوېټزرلینډ په جینیوا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ګوري.

د دواړو سرمشریزه پر داسې مهال کېږي چې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د سړې جګړې له پای راهیسې د واشنګټن او مسکو تعلقات دومره ټیټې سطحې ته نه دي رسېدلي.

څو میاشتې مخکې بایډن، پوتین "وژونکی" بللی وو.

پوتین د خپل هېواد پر سیاسي نظام غلبې، د الېکسیې نوالني په څېر د مخالفانو ځپلو او د خپلواکه او نادولتي رسنیو غلي کولو هڅو ته دوام ورکړی.

د بایډن یوه ویانده وايي، سپینه ماڼۍ له روسیې سره د خپلو تعلقاتو "د عادي کولو یا لا خرابولو په تکل نه ده." خو د روسیې په اړه د بایډن رویه د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرتله ډېره سخته ده.

بایډن د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ کې د ولسمشرۍ دندې له پیل راهیسې دوه ځلې پر روسیې اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د دواړو مشرانو د غونډې په اجنډا کې د وسلو کنټرول، انټرنېټي جرمونو او جاسوسۍ، د اقلیم یا اب و هوا بدلون او د کورونا وایرس جهاني وبا موضوعات شامل دي.

امریکا او اروپايي ټولنه د روسیې په اړه د لوړ کچ مذاکراتو پر پیلولو سلا شول

بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۵مه په برسلز کې د اروپايي ټولنې له مشرانو سره ولیدل.

امريکا او اروپايي ټولنه په بهتر ډول د تګلارو او اقداماتو همغږي کولو لپاره د "روسیې په اړه د لوړ کچ مذاکراتو پر پیلولو" سلا شوي دي.

دا ژمنه د جون پر ۱۵مه په برسلز (بروکسل) د ولسمشر جو بایډن، د اروپايي کمېشن د مشرې اورسولا فن دېر لېین او د اروپايي شورا د مشر شارل مېشل تر سرمشریزې وروسته اعلان شوې.

تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي، "موږ د روسیې په اړه په خپل اصولي برخورد کې يو موټی يو او موږ د روسیې له خوا تکرارېدونکي منفي چلند او زیان رسوونکو اقداماتو ته د پرېکنده غبرګون ښوولو ته چمتو یو."

اعلاميه زياتوي روسيه باید د تش په نوم غیر دوستانه هېوادونو د نوملړ" په ګډون له نورو هېوادونو سره "د اړيکو د لا نور خرابېدو مخنیوي" په موخه له خپل چلنده لاس واخلي.

روسي حکومت په مې میاشت کې د "غیر دوستانه" هېوادونو په نوم يو لسټ منظور کړ چې پکې امريکا او چېک جمهوریت هم شامل دي.

په وروستیو کې، چېک جمهوریت او روسیې د يو بل ډېپلوماټان هم وشړل او دا ځکه چې پراګ وویل داسې ثبوتونه یې تر لاسه کړي چې روسي استخباراتي کارکوونکي په ۲۰۱۴ز کال کې د چېک جمهوریت د وسلو په يوه ګودام کې په خونړۍ چاودنه کې ککړ ول.

بایډن په تېرو پینځه ورځو کې د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې یا جي اووه، په برسلز کې د ناټو له مشرانو او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره درې جلا، جلا غونډې درلودې. د غونډو پر مهال بایډن هڅه وکړه چې د جون پر ۱۶مه په جینیوا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تر لیدو مخکې د روسیې د اقداماتو پر وړاندې د اروپایانو ملاتړ تر لاسه کړي.

افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۵۱ ستنې ړنګې شوي

افغان چارواکي وايي، دا ټاورونه د جګړو، ناامنیو او امنیتي ګواښونو له امله زيانمن شوي - د ارشیف انځور.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي، په تېرو درو میاشتو کې د مخابراتي شبکو ۵۱ ټاورونه يا ستنې په بشپړ یا نسبي ډول تخریب شوې دي.

په دغه وزارت کې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې ویاند سعید شینواري د جون پر ۱۵مه مشال راډيو ته وویل چې دا ستنې د جګړو، ناامنیو او امنیتي ګواښونو له امله زيانمنې شوي يا ورانې شوي دي.

د وزارت په خبره په تېر لمریز کال کې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول ړنګ شوي چې له کبله يې دغې څانګې ته تر ۱۷ میلیونه ډالرو پورې زیان اوښتی دی.

په افغانستان کې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د زياتېدو له وجې د برېښنا او موبايل ټېلېفونونو د ستنو په ګډون يو شمېر ملکي ځايونو ته هم زيانونه اوښتي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن دا کړنې غندلي او پر وسله والو طالبانو يې غږ کړی چې د عام المنفعه تاسيساتو له ورانولو لاس واخلي.

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې

حکومت وايي، دا پرېکړه يې په نړيوال بازار کې د تېلو په بيو کې تر زياتوالي وروسته کړې ده. انځور- ارشیف

د پاکستان حکومت د جون له ۱۶مې څخه د تېلو په بیو کې د څه باندې دوو روپيو اضافه کړې ده.

د پاکستاني وزيراعظم ځانګړي سلاکار شهباز ګېل د جون پر ۱۵مه پر خپله ټوېټر پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو وويل چې دا پرېکړه يې په نړيوال بازار کې د تېلو په بيو کې تر زياتوالي وروسته کړې ده.

نوموړي ويلي چې د پېټرولو په بیو کې د دوو روپيو او ۱۳ پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۱۰ روپۍ او ۶۹ پيسې شوی دی.

حکومت همداراز، د لایټ یا سپکو ډيزلو بیه دوه روپۍ لوړه کړې چې ورسره د یو لیټر ډیزلو نوی قيمت ۷۹ روپۍ او ۶۸ پيسې شوی.

بلخوا د يو ليټر هاي سپيډ ډيزلو قیمت یوه روپۍ او ۸۹ پیسې لوړ شوی چې ورسره يې نوې بيه ۱۱۲ روپۍ او ۵۵ پيسو ته رسېدلې.

حکومت د یو لیټر خاورو تېلو په بيه کې هم د يوې روپۍ او ۸۹ پيسو اضافه کړې او نوی قيمت يې ۸۱ روپۍ او ۸۹ پيسې ټاکل شوی دی.

بایډن د اروپايي شورا له مشرانو سره د روس او چین په اړه غږېدلي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۵مه د اروپايي شورا مشر چارلس مایکل او د اروپايي کمیشن مشرې اورسلا ون دیر لیین سره د ملاقات پر مهال د تجارت، اب و هوا بدلون او د روسیې او چین د مخ په زیاتېدونکی سخت دریځ پر وړاندې د ګډ ایتلاف په اړه خبرې کوي.

امکان دی چې دواړه لوري د خپلو اړیکو د بیا ښه کولو لپاره کار وکړي ځکه چې د دوی ترمینځ له تېرو څو کلونو راهیسې اړیکې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې په موده کې سړې شوې وې.

د اروپايي ټولنې او امریکا ترمینځ تر ټولو زیاته مسله په سټیلو ۲۵ او پر ایلومینیم ۱۰ فيصده ټیکس دی چې ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې په اروپا او نورو نېږدې ملګرو هېوادونو لګولی وو.

ولسمشر بایډن له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره تر ملاقات وړاندې د ماسکو د اثر زیاتېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

دا ملاقات به د جون پر ۱۶مه په جینوا کې کېږي. په ۲۷ هېوادونو مشتملې اروپايي ټولنې کې دا مهال د روسیې په حواله سره په تګلارو کې اختلافات موجود دي.

اروپايي ټولنې ته تر ټولو زیات قدرتي ګیس له روسیې ترلاسه کېږي او روسیه بیا په نړیوالو معاملو لکه د شام او لیبیا په شخړو او د ایران ایټمي تړون کې مهم رول لري.

ناټو د کابل هوایي ډګر د فعالیت د تمویلولو لپاره موافقه وکړه

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د ناټو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر د فعالیت تمویلولو لپاره موافقه وکړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د جون پر ۱۴مه د دې تړون د ۳۰ غړیو هېوادونو د سرمشریزې په پای کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي.

د نن ورځې د سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې ترسره شوې، بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري. موږ دقیقاً د دې چارې د بشپړولو پر لارو چارو غور کوو، خو د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته. دا د ناټو او زموږ د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی. د همدې لپاره د دې کار د بشپړولو لپاره ریښتینې هڅې کوو."

په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت درکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.

ناټو همدارنګه ويلي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته به دوام ورکړي او د ډيپلوماتیک حضور د دوام لپاره به په کابل کې د ملکي استازولی دفتر وساتي.

په اعلامیه کې همدا شان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د ناټو په ملاتړ ټینګار شوی دی.

د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو دغه سرمشریزه چې د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په کې ګډون کړی داسې مهال ترسره شوه چې ټول نړیوال ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

چین د سینکیانګ مسلمانانو او هانګ کانګ په اړه د جي اووه ټولنې بیان رد کړ

د جي اووه ټولنې هېوادونو مشران د جون پر ۱۱مه په برتانیا کې تر غونډې مخکې د انځور اخیستو پر مهال.

په لندن کې د چین سفارت د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) تازه اعلامیه رد کړې او دا یې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

بیجنګ د جون پر ۱۴مه جي اووه ټولنه په داسې حال کې په "سیاسي مداخلې" تورنه کړې چې د اتوار (یکشنبې) پر ورځ یې په برتانیا کې تر سرمشریزې وروسته، په اعلامیه کې چین په سینکیانګ او هانګ کانګ کې د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ.

چین اوسمهال په سینکیانګ ولایت کې د خپلې تګلارې له وجې له نړیوال فشار سره مخامخ دی.

هلته امریکا په سینکیانګ کې له یوغور او نورو مسلمانانو سره د چین چلند ته د "توکموژنې یا نسل کشۍ" لفظ کاروي.

د جي اووه هېوادونو په ګډ بیان کې راغلي چې "موږ به خپل ارزښتونه (اقدار) پر مخ وړو" او پر چین یې غږ کړی دی چې "په ځانګړي ډول د سینکیانګ په معامله کې دې بنیادي ازادیو او بشري حقونو ته درناوی وکړي" او "هانګ کانګ ته دې هم حقونه، ازادۍ او کورواکي ورکړي."

د دې بیان په غبرګون کې په لندن کې چینايي سفارت ویلي چې جي اووه ټولنه دې د مخالفتونو او ستونزو پیدا کولو پر ځای د نړیوالې همکارۍ د دودولو هڅو ته پام وکړي.

په جي اووه ټولنه کې برتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، اېټالیا، کاناډا او امریکا شامل دي.

قاضي محمد امین وقاد مړ شو

قاضي محمد وقاد د افغانستان د سولې عالي شورا غړی هم پاتې شوی وو - د ارشیف انځور.

د افغانستان د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد ومړ.

د نوموړي زوی صهیب وقاد مشال راډیو ته وویل چې پلار یې له دوو کلونو راهیسې ناروغ وو او په وروستیو کې د زړه او سږو د ناروغۍ له وجې یې صحت لا خراب شو او دوه اوونۍ مخکې په کورونا وایرس اخته شو چې د جون پر ۱۴مه د اکسیجن کمښت له وجې ومړ.

قاضي محمد وقاد د افغانستان د سولې عالي شورا غړی هم پاتې شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایرس وبا له وجې په افغانستان کې یو شمېر نومیالي کسان مړه شوي.

د جون پر ۱۴مه د ولسمشر سلاکار او لیکوال محمد نبي مصداق هم ومړ. مصداق کلونه په رسنیو کې کار کړی وو.

تر دې مخکې د جون پر ۱۲مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال او لرغونپوه پروفیسر رسول باوري هم د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې مړ شو.

په بنو کې وسله والو یو وکیل وژلی دی

پولیس وايي، وسله والو په بنو ښار کې پر وکیل بشیر رحمان برکي برید وکړ.

د بنو پولیس وايي، وسله والو په ښار کې یو وکیل ویشتلی دی.

د پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۱۴مه ماسپښین مهال پر موټرسایکل سپرو "ناپېژانده وسله والو" د بنو تاڼې په حدودو کې پر وکیل بشیر رحمان برکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د ده په خبره، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د برکي ورور کامرېډ سلیم برکي مشال راډیو ته وویل، له هېچا سره دښمني نه لري.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې پر وکیل ولې حمله شوې او د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي.

د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوو: د م.م ځانګړی استازی ژان ارنو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر نوی ځانګړی استازی ژان ارنو - د ارشیف انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ځانګړي استازي ویلي، د ټولو په همغږۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي.

دا خبره ژان ارنو د جون پر ۱۴مه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړي.

د شورا په اعلامیه کې د ارنو په حواله زیاته شوې چې د خبرو له لارې د روانې جګړې پای ته رسول د ملګرو ملتونو له‌ خوا یوازینۍ کارنده لار بلل کېږي او باید ټولې خواوې له جګړو لاس واخلي او سولې ته د رسېدو ملاتړ وکړي.

په بیان کې د ډاکتر عبدالله په حواله لیکل شوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له ملګرو ملتونو او نورو ټولو اړوندو ادارو سره د سولې د راتلو په خاطر هر ډول همکارۍ ته تیاره ده.

جلال اباد کې لسګونه ښځو د جګړې پر ضد لاریون کړی

ښځو په لاریون کې د خبرو له لارې د مسلو د هواري غوښتنه وکړه - د ارشیف انځور.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لسګونه ښځو د یو لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو د جنګ درولو غوښتنه وکړه.

دوی د جون پر ۱۳مه د لاریون پر مهال وویل چې "سوله" غواړي او دا چې "هره ورځ د بېګناه" افغانانو د وژنو سلسله باید ودرېږي.

دوی له طالبانو او افغان حکومته وغوښتل چې "نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، د پردیو خبرو ته باید غوږ و نه‌ نیسي او شته ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي."

دغو ښځو همداراز، له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. طالبان وايي، پر اوربند په بین الافغاني خبرو کې بحث کوي.

ښځو پر داسې مهال په جلال‌ اباد کې د سولې په پار لاریون کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی. افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

داسې ښکاري چې د اټومي وسلو د کمېدو بهیر درېدلی دی: څېړنه

تر اوبو لاندې روسی اټومي توغندی د ازموینې وروستي پړاو پر مهال - د ۲۰۱۸ز کال انځور

يوه نړیواله څېړنيزه اداره وايي، داسې نښې نښانې دي چې د سړې جګړې له پای راهیسې د اټومي وسلو د کمېدو بهیر درېدلی دی.

سویډن مېشته ادارې سټاکهولم انټرنېشنل پيس ریسرچ انسټيټیوټ یا سېپري د جون پر ۱۴مه په خپل کلني رپورټ کې خبرداری ورکړی دی چې ظاهراً روسیه او امریکا په خپلو دفاعي تګلارو کې دې وسلو ته زیات ارزښت ورکوي.

سېپري وايي، د ۲۰۲۱ز کال تر پیله، نړۍ نهه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو امريکا، روسیې، برتانيا، فرانسې، چين، هند، پاکستان، اسراييلو او شمالي کوريا په مجموعي توګه ۱۳،۰۸۰ اټومي وسلې لرلې.

رپورټ وايي، دا شمېر د تېر کال پرتله لږ کم دی. د څېړنیزې ادارې په وینا، د ۲۰۲۰ز کال په پیل کې دغو نهو واړو هېوادونو ۱۳،۴۰۰ اټومي وسلې لرلې.

بایډن د ناټو سرمشریزه کې پر افغانستان او نورو موضوعاتو خبرې کوي

امریکايي ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره برسلز ته ورسېد.

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۴مه د بېلجییم په پلازمېنه برسلز (بروکسل) کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

بایډن د اروپا د سفر پر مهال د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ د څلورو کلونو تر بې نظمیو وروسته خپلو ملګرو اروپايي هېوادونو ته د تعلقاتو د بیارغونې اطمینان ورکړي.

بایډن د ناټو سازمان د ټولو ۳۰ غړو په سرمشریزه کې تر ګډون وروسته له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په داسې حال کې ګوري چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ تعلقات ترینګلي دي.

د ناټو اېتلاف مشرانو په ۲۰۱۸ز کال کې تر غونډې وروسته د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې مخامخ ملاقات نه دی کړی نو له افغانستانه د پوځیانو ایستلو، له چین او روسیې سره د تعلقاتو او دفاعي لګښتونو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

امریکا افغانستان یوازې نه پرېږدي: خلیلزاد

زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۳مه په نور سلطان کې خبري غونډې ته وویل چې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، واشنګټن به د پوځیانو پر ایستلو سربېره هم افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

نوموړي د جون پر ۱۳مه د قازقستان په پلازمېنه نور سلطان کې خبري غونډې ته وويل چې پوځیان يې له افغانستانه ووځي، خو امریکا افغانستان نه پرېږدي.

د خلیلزاد په خبره، دوی به د سولې او روغې جوړې لپاره "سخت زیار" ایستلو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې واشنګټن به د افغانستان امنیتي، مالي او بشري مرستې هم جاري ساتي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له هغه هېواده د پاتې بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی، په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی.

افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

په عین حال کې بایډن له افغانستان سره د پوځي او بشري مرستو د دوام هوډ ښوولی.

د ننګرهار چارواکي وايي ۳۲ طالب وسله وال یې وژلي

افغان ځواکونه په اچين کې د ګزمې په مهال - د ارشیف انځور.

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې چارواکي دعوه کوي چې د اچین او سپین غر ولسوالیو په پېښې او مامند درې کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د ځوابیه بریدونو په نتیجه کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتی مسوول عطاالله خوږیاڼي د جون پر ۱۳ مه نېټه مشال راډیو ته وویل: "تېره شپه وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر بېلا بېلو پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له لوري ورته په مرګ ژوبلې اړولو په شا وتمبول شول."

خوږیاڼی زیاتوي چې په دې بریدونو او نښتو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوی او پینځه ټپیان دي، او د ژوبلو روغتیایي وضعیت هم د ډاډ وړ دی.

وسله والو طالبانو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې له کورونا وایرسه د وژل شویو شمېر۲۱،۶۸۹ ته ورسېد

خپلوان له کورونا وایرسه د مړ شوي تن جسد وړي - د ارشیف انځور.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۵۶ کسان مړه شوي. له دې سره له کورونا وايرسه د مړو شویو شمېر ۲۱،۶۸۹ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي وېبپاڼې ترمخه، د جون ۱۳مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر ۹۴۱،۱۷۰ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې د کورونا وايرس ۱،۲۳۹ کېسونه مخې ته راغلي دي.

خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ ۸۷۷،۱۹۱ کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس فعالو کېسونو شمېره له ۴۲،۰۰۰ زياته ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ واکسين د ورکولو بهير روان دي. د کورونا وايرس د څار قامي ادارې (اين سي او سي) د جون په ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې تر اوسه پورې له يو کروړ او شپږ لکو څخه زیات کسان واکسین شوي دي.

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان پر جګړې بحث کېږي

د ناټو مشر وايي، په سرمشریزه کې په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو پر امنیت هم خبرې کېږي - د ارشیف انځور.

د ناټو غړو هېوادونو مشران د جون پر ۱۳مه په برسلز کې غونډه کوي چې پکې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر جګړې او په هغه هېواد کې د ناټو پر راتلونکې هم بحث کېږي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د غونډې په درشل کې ویلي چې غړي هېوادونه پر دې کار کوي چې څنګه کولای شي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر په څېر د مهمو تاسیساتو امنیت ټینګ کړي. د نوموړي په خبره، دا یوازې د ناټو لپاره نه، بلکې هوايي ډګر او نور بنسټیز تاسیسات، د نړیوالې ټولنې، په افغانستان کې د ډېپلوماټانو حضور او مرستندویه ادارو لپاره خورا مهم دي.

د ناټو سرمشریزه پر داسې مهال کېږي چې دې سازمان له امریکا سره په ګډه د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو اعلان کړی دی او په دې توګه په هغه هېواد کې خپل شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته رسوي.

کاناډا: د برید ښکار مسلمانې کورنۍ غړو جنازه کې سلګونه خلکو ګډون وکړ

د وژل شوې کورنۍ لپاره خلکو د يادګار په ځای کې ګلونه ايښي دي

د جون پر ۱۲مه د کاناډا په لندن ښار کې د پاکستاني اصله کانډايۍ کورنۍ په جنازه کې سلګونه خلکو ګډون وکړ.

سلمان افضال، مېرمن مدیحه سلمان، د هغه مور، او ۱۵ کلنه لور یې د جون پر شپږمه وژل شوي ول. دوی د سړک بلې خوا ته د تللو لپاره پر انتظار ولاړ ول چې یو ۲۰ کلن هلک نتینییل وېلټمېن ورباندې ګاډی وخېژاوه.

په پېښه کې د افضال نهه کلن زوی زخمي شوی وو.

پولیس دا له مسلمانانو څخه د نفرت یا کرکې برید بولي.

د وژل شویو کسانو له تابوتونو د کاناډا بېرغونه تاو شوي ول او په اونټاریو کې خاورو ته وسپارل شول.

کابل کې دوو چاودنو اته تنه وژلي

چارواکي وايي، اووه کسان د اوومې ناحیې په مهتاب قلعه او بل یو تن په ۱۳مه ناحیه کې وژل شوی دی.

د کابل ښار په اوومه او۱۳مه ناحیو کې د سورلۍ پر دوو موټرو چاودنې شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي، په دغو دوو چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اووه کسان د اوومې ناحیې په مهتاب قلعه او بل یو تن په ۱۳مه ناحیه کې وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG