د پاکستان کورنيوو چارو وزارت په ممنوع الخروج کسانو نوملړ (اېګزېټ کنټرول لېسټ) کې د شاملو یو لک کسانو شمېر راټیټولو باندې غور کوي.
په دې لېسټ کې اچولي کسان بهر ته سفر نه شي کولای.
د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د ډېسېمبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې په دومره ډېر شمېر کې د يو ملک وګړي په تور لېسټ کې اچول سمه خبره نه نو ځکه یې خپلو چارواکو ته هدایت کړی چې شاوخوا ۷۵،۰۰۰ کسان ترې وباسي.
نوموړي همداراز وويل چې د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې کې کارکوونکو چينايانو لپاره د وېزې داسې سيسټم جوړوي چې نوي کولو ته یې ضرورت نه وي.