د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو او ملګرو ملتونو په کابل کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه څرګنده کړې


ارشیف، کابل ښار کې د چاودنې سیمه
ارشیف، کابل ښار کې د چاودنې سیمه

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازيو پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په هڅو کې خپله ونډه په بشپړ ډول ادا کړي.

په ورته وخت کې یوناما په افغانستان کې د اورکم غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې تر دوو اوونیو په لنډه موده کې تمه ده چې د سولې مهمې خبرې پیل شي، نو هدفي وژنې او شخړې باید راکمې شي.

ناټو او ملګرو ملتونو په کابل کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښکاره کړه.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ستیفانو فونتېکورو په ټویټر کې په کابل کې د افغان ولسي وګړو پرضد وروستي بریدونه غندلي دي او لیکلي یې دي چې طالبان باید سولې ته د فرصت ورکولو لپاره خپله ونډه په بشپړه توګه ادا کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما بیا په یو بیان کې چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ‌یې خپور کړ ویلي دي چې ملګري ملتونه د تاوتریخوالي دوامداره کموالي په اړه یو ځل بیا خپله غوښتنه تکراروي او د سولې د مهمو خبرو اترو لپاره چې ټاکل شوې ده د جنوري په پنځمه له سره پيل شي باید د انسانانو ژوند ته پاملرنه وشي.

د روېټرز اژانس په وینا په تېرو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان په کابل کې وژل شوي دي.

طالبانو په دې ښار کې د ترسره شویو بریدونو مسولیت نه‌ دی منلی.

د کابل د ښار د امنیت چارې ولسمشر اشرف غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته له نېږدې دوو میاشتو راهیسې سپارلې دي.

د لومړي مرستیال د دفتر د اطلاعاتو او رسنیو د برخې مشر رضوان مراد مشال راډيو ته په خبرو کې دا ومنله چې لاهم په کابل کې ترهګري بریدونه کېږي او د ماینونو چاودنې دوام لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دفتر د اطلاعاتو او رسنیو د برخې مشر رضوان مراد
د ولسمشر لومړي مرستیال د دفتر د اطلاعاتو او رسنیو د برخې مشر رضوان مراد

مراد زیاتوي: "اما که چېرته د افغان امنیتي ځواکونو وروستي عملیات او قاطع اجراات نه‌و، نو هغه څه چې د افغانستان دښمن پلان کړي هغه به په کابل کې د دې حملو څو چنده زیاتوالی خلکو لیدلی وی. زیات وحشت به‌یې لیدلی وی د یو پر ځای به پنځه حملې کېدې او د درې چاودنو پر ځای به ۱۵ چاودنې کېدای."

مراد دا ونه‌ویل چې دا دښمن څوک دی، خو اشاره‌یې طالبانو ته وه او د کابل اوسېدونکو ته‌یې ډاډ ورکړ چې د امنیت د ښه‌والي لپاره به په لنډ وخت کې ډېر تغییرات راشي.

دی وايي: "​د دښمن دا هڅه چې په کابل کې هر ډول هدف په نښه کړي ترڅو د خلکو اذهان مغشوش کړي او هغه هدف چې د دوحې تړون نه وروسته‌ یې لري هغه ترلاسه کړي د هغې د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي."

د ناټو ملکي استازي په خپل ټویټ کې ویلي دي چې ناټو له افغانانو سره د ترهګرۍ پر ضد ولاړه ده او د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې دا بې‌معنی شخړې پای ته رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید د ډېسېمبر پر ۲۳مه په پلازمینه کابل کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو او ډرایور یې ژوبل دی.

تر دې یو ورځ مخکې د ډېسېمبر پر ۲۲مه هم د کابل د اوومې ناحیې اړوند په دوغ اباد سیمه کې پر کرولا موټر پسې ماین چاودلی چې په پایله کې پنځه تنه ووژل او دوه نور ټپیان شول.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته استولي پیغام کې لیکلي ول، موټر د څرخي پله زندان د ډاکټرانو اړوند و.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت په کابل کې د وروستیو چاودنو پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG