د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل او ارغنداو کې چاودنو نهه تنه وژلي


امنیتي ځواکونو د هغ موټر کتنه کوي چې نن ۲۲ دسمبر پرې د سړکغاړې چاودنه وشوه
امنیتي ځواکونو د هغ موټر کتنه کوي چې نن ۲۲ دسمبر پرې د سړکغاړې چاودنه وشوه

نن سهار د کابل د اوومې ناحیې اړوند په دوغ اباد سیمه کې پر کرولا موټر پسې ماین چاودلی چې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته استولي پیغام کې لیکلي، موټر د څرخي پله زندان د ډاکټرانو اړوند و.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو د افغانستان حکومت په کابل کې د وروستیو چاودنو پړه پر وسله‌والو طالبانو اچوي.

بلخوا د کندهار چارواکي وايي چې په ارغنداو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور عام وګړي وژلي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د ډېسېمبر پر ۲۱ ماسپښین شوې ده.

ده وویل چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او یو بل تن ټپي شوی هم دی.

چا تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کندهار ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او د کندهار ښار په نېږدې ۲۰ کیلومترۍ کې د ارغنداو په ولسوالي کې د افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره پراخې نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG