د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان مرکزي بانک پر موټر بمي برید درې تنه وژلي


په افغانستان کې د تشدد پیښې په داسې حال کې ډیری شوې دي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچیانو تر مینځ د سولې خبرې اترې هم روانې دي.
په افغانستان کې د تشدد پیښې په داسې حال کې ډیری شوې دي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچیانو تر مینځ د سولې خبرې اترې هم روانې دي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د نومبر پر اوومه سهار مهال په یو موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي‌ دي.

د کابل پولیس وايي چې د کابل ښار څلورم مکروریانو سیمه کې چاودنې د افغانستان د مرکزي بانک کارکوونکي یما سیاوش په ګډون درې تنه وژلي دي.

سیاواش په دې نیزدی موده کې د افغانستان له مرکزي بانک سره کار پیل کړی وو او د خپلو دوو نورو همکارانو سره په موټر کې روان وو چې چاودنه پرې شوې ده.

چارواکي وايي چې چاودیدونکي مواد د طلوع ټیلي ویژن د پخواني خبریال یما سیاوش په موټر پورې تړل شوي وو.

د شیر شاه خاموش په نامه یو عیني شاهد وايي چې دا چادونه یې کورته څېرمه شوې ده.

دی وايي، " اوه نیمې بجې وې، دندې ته د تګ لپاره مې چمتوالی نیوه، د چاودنې وحشتناک غږ زموږ ټول کور ته ټکان ورکړ، بهر مې چې وکتل پر موټر چاودنه شوې وه."

د کابل پولیس وايي، دا چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې موخه یې خپله یما سیاووش و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا دا پېښه غندلې او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې عاملین یې ونیسي.

یما سیاوش
یما سیاوش

د یما سیاوش وژنې په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ غبرګونونه را پارولي او دا پېښه یې نه بخښونکې او نه جبرانېدونکې بللې ده.

یما سیاوش په ولسي جرګه کې د وکیل بکتاش سیاوش ورور او د طلوع ټلوېزیون پخوانی کارکوونکی پاتی شوی دی. تر اوسه د دې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

په افغانستان کې د تشدد پیښې په داسې حال کې ډیری شوې دي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچیانو تر مینځ د سولې خبرې اترې هم روانې دي.

تیره اونۍ پر کابل پوهنتون د وسله والو په برید کې ۲۲ کسان وژل شوي وو چې ډیری يې زده کوونکي وو. اسلامي دولت وسله والې ډلې د هغه برید ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG