د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چاودنه د کابل په خوشحال خان مېنه کې شوې ده.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ یې ټپي کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چاودنه د کابل په خوشحال خان مېنه کې شوې ده.

مسعود اندرابي د دسمبر پر ۲۰مه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په چاودنه کې وژل شوي نهه عام افغانان دي.

ده وویل، " تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې په کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل خان محمد خان وردګ هم شامل دی او حالت ‌یې ښه دی."

مسعود اندرابي دا یو موټربم چاودنه وبلله چې ویل کېږي هدف ‌یې د ولسي جرګې غړی خان محمد خان وردګ وو.

چا تر اوسه د دسمبر پر ۲۰مه د شوې دې چاودنې ذمه واري نده منلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې برید په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په وروستیو درې میاشتو کې ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۵۱۰ چاودنې کړې دي.

د خبرپاڼې په وینا، په دې بریدونو او چاودنو کې نږدې ۵۰۰ عام وګړي وژل شوي او تر ۱۰۵۰ زیات ‌ټپي شوي دي.

بل پلو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چاودنې یو پولیس وژلی دوه یې ټپي کړي دي.

د ننګرهار چارواکي وایي چې د دسمبر پر سهار شاوخوا لس بجې د لومړۍ ناحیې اړوند امید اباد سیمه کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په رنجر د سرک د غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو تن پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان پر وخت د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښيی.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG