د ډېسېمبر پر ۲۳مه غرمه مهال د خوست ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند مجاهد څلور لارې ته څېرمه چاودنه کې اته ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، چې یاده پېښه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس د پېښې ټپیان په وخت روغتون ته لیږدول شوي او د ټپیانو له منځه د یو تن روغتیايي حالت نازک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې یوه ورځ مخکې د خوست د یعقوبیو په ښارګوټي کې د چاودنې له کبله ۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي ول.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.