د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان د افغان سولې بهیر ملاتړی دی: عبدالله


د افغانستان ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله د تاجکستان په سفر دی.
د افغانستان ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله د تاجکستان په سفر دی.

د افغانستان ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله وايي، تاجکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.


د افغانستان د ملي پخلاینې شورا ویاند فریدون خوځون بېګا مشال راډیو ته وویل چې د تاجکستان چارواکو د افغانستان امن او کراري د سیمې امن او کراري وبلله.

د ده په وینا، د تاجکستان حکومت ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ به کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ډېسېمبر پر ۲۱مه له یو پلاوي سره تاجکستان ته لاړی.

ټاکل شوې چې نوموړی به د ډېسېمبر پر ۲۲مه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم د سولې پر موضوع بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG