د عراق په پلازمېنه بغداد کې څو توغندي پر شنه سیمه چې له امنیتي پلوه تر ټولو خوندي هغه ده لګېدلي دي.
د دغو بریدونو له کبله د امریکا سفارت انګړ برسېرن زیانمن شوی او شاوخوا هستوګنیزې سیمې هم یو څه زیانمنې شوې دي.
د عراق پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه پر دغې سیمې ۸ توغندي لګېدلي دي.
پوځ دا بریدونه د (ناقانونه ډلې) کار بللی دی.
امریکایي چارواکو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو کار بللی دی.