د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله د تاجکستان پارلمان له ریس سره پر افغان سوله غږېدلی


د تاجکستان د پارلمان له رئیس سره د عبدالله عبدالله لیدنه. ډسمبر 21 2020
د تاجکستان د پارلمان له رئیس سره د عبدالله عبدالله لیدنه. ډسمبر 21 2020

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د پارلمان له ریس محمد طاهر ذاکرزاده سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

د دې شورا ستر سلاکار او د رسنیو مسؤل مجیب‌الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې ته تر رسېدو وروسته د تاجکستان د پارلمان له ریس سره په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او دا چې په دې هڅو کې تاجکستان څه ډول رول لوبولی شي، خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دغه‌راز د سولې په دغه بهیر کې د سیمې د هېوادونو د رول په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکارۍ او د دوه اړخیزو اړیکو پر مسایلو هم خبرې وشوې.

له ښاغلي عبدلله سره تاجکستان ته په دې سفر کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم ملګري دي.

په پام کې ده چې نوموړی به نن د تاجکستان له وزیر اعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او سبا (سه شنبه) یې هم د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمن سره کتنه پلان شوې ده.

تر دې مخکې ښاغلي عبدالله پاکستان، ایران، هند او ازبکستان ته هم سفرونه کړي و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG