د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بېلاروس کې د واکمن لوکاشینکا ضد بیا احتجاج شوی 


ملګري ملتونه وايي تر انتخاباتو وروسته د احتجاج کونکیو خلاف پولیسو له تشدده کار اخیستی او له ۲۷ زرو زیات کسان یې نیولي دي.
ملګري ملتونه وايي تر انتخاباتو وروسته د احتجاج کونکیو خلاف پولیسو له تشدده کار اخیستی او له ۲۷ زرو زیات کسان یې نیولي دي.

د بېلا روس په سر ښار منسک کې د دسمبر پر ۲۰مه خلکو احتجاجي لاریون وکړ چې پکې یې د ځواکمن الیکساندر لوکا شینکا نه د واک پرېښودلو غوښتنه وکړه.

په دې هېواد کې سږکال له اګست میاشتې راهیسې له هغې وروسته نژدې هره ورځ احتجاجونه کېږي چې په ولسمشرېزو انتخاباتو کې لوکا شینکا بریالی اعلان شو.

اپوزیشن وايي په دغو انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې.

ملګري ملتونه وايي تر انتخاباتو وروسته د احتجاج کونکیو خلاف پولیسو له تشدده کار اخیستی او له ۲۷ زرو زیات کسان یې نیولي دي.

دا راز د ځینو کسانو د شکنجه کولو او مړینې رپورټونه هم راغلي دي.

په داسې حال کې چې لوکاشینکا له درېو لسیزو راهیسې په بیلا روس خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړی او له اپوزیشن سره د مذاکراتو نه انکار کوي، د اپوزیشن زیاتره مشران نیول شوي او یا هم له هېواده وتلو ته مجبوره شوي دي.

بلخوا د ستړيا، حکومتي جبر او یخنۍ لوجې په منسک او د هېواد د نورو برخو په احتجاجو کې د ګډونوالو شمېر هم کم شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG