د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني کندهار ته تللی


ولسمشر غني کندهار ته د رسېدو پر مهال
ولسمشر غني کندهار ته د رسېدو پر مهال

افغان ولسمشر اشرف غني د ډېسېمبر پر ۱۷مه سهار کندهار ته ورسېد.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر به نن د ډېسېمبر پر ۱۷مه د ۲۰۵ اتل قول اردو په قومانداني کې د دې ولایت له استازو او مشرانو سره وګوري.

احمدي زیاتوي: "اجنډا ترتیب شوې ده. د کندهار بېلابېل اقشار به چې ځوانان، ښځې، علما، مشران او د ټولنې نور مخور په‌کې شامل دي، له ولسمشر او ورغلي پلاوي سره ‌یې جلا جلا لیدنې کتنې ولري او د سولې او امنیت په ګډون پر یو لړ نورو مهمو مسایلو به خبرې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال، د ډېسېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته د دې سفر په اړه وویل:

"کندهار ته د ولسمشر سفر د یوې ورځې لپاره دی. د دې سفر هدف د کندهار د وضعیت ارزونه همدارنګه د سولې په برخه کې د کندهار د ولسونو مشورې دي."

په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې د کندهار ولایت امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او د کندهار ښار په نېږدې ۲۰ کیلومترۍ کې د ارغنداب په ولسوالي کې د افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره پراخې نښتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG