د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور ارمي پبلک سکول برید کې سخت ژوبل احمد نواز اوکسفرډ پوهنتون ته بریالی شوی


احمد نواز په اوکسفرډ پوهنتون کې ولاړ دی.
احمد نواز په اوکسفرډ پوهنتون کې ولاړ دی.

په ۲۰۱۴ز کال کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې سخت ټپي احمد نواز سږکال د انګلستان په نامتو اوکسفرډ پوهنتون کې د لوړو زده کړو لپاره داخله واخیسته.

دی وایي، خپله دغه بریا یې په پېښور کې د خپل سکول د "شهیدانو" په نوم کړې او غواړي چې د ده په سکول حمله کوونکو ته وښيي چې د تعلیم لپاره یې مینه کمه شوې نه بلکې لا زیاته شوې ده.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول په ترهګر برید کې د سکول د عملې، استادانو او ماشومانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول.

د هغې حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

احمد نوازد پېښور پر ارمي پبلک سکول برید کې سخت ژوبل شوی وو
احمد نوازد پېښور پر ارمي پبلک سکول برید کې سخت ژوبل شوی وو

د ۲۰۲۰ز ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې احمد نواز وویل په تېرو دوو کالونو کې یې پر هغه تېر شوي ناورین تر ډېره حده بری موندلی دی.

نوموړی وایي پر ارمي پبلک سکول د وسله والو حمله کله هم نشي هېرولی خو اوس یې جسماني او ذهني صحت له وړاندې ډېر ښه شوی دی:

''زه دغه حمله کله هم نشم هېرولی ځکه چې په هغې کې زما کشر ورور حارث او زما ګڼ ملګري شهیدان شول. خو ما په دې تېرو کلونو کې سخت محنت وکړ، ځان مې په زده کړو کې مشغول ساته او خپل کمپېن له مې زیات وخت ورکړ.''

احمد نواز سږ کال د اګست په میاشت کې د بریتانيا په اوکسفرډ پوهنتون کې داخله ترلاسه کړه. نوموړی وایي لومړی چې کله په ۲۰۱۵ز کال کې برتانیا ته د علاج لپاره ولاړو نو دا سوچ یې هم نه وو کړی چې یوه ورځ به ده ته په اوکسفرډ کې داخله تر لاسه شي، خو د دې لپاره یې ډېر محنت وکړ او لومړی یې ای بي وکړه او وروسته یې ځینې ټسټونه او مرکې (انټرویوز) وشولې او په اګست کې ورته خط راغی چې په فلسفه او تیالوجي (مذهب او دینپوهنه) کې یې داخله وشوه.

نوموړی وایي فلسفه او دینپوهنه یې ځکه خوښه کړې ده چې دغه یې له کیمپېن سره ښه پرېوځي.

۲۰ کلن احمد نواز له ۲۰۱۵ز کاله په بریتانیا کې د خپل کمپېن له لارې هڅې کوي چې ځوانان د توندروو ډلو له اثره راوباسي او د تعلیم، امن او له خلکو سره د ښېګړې اړخ ته یې واړوي: ''زه چې کله په مختلفو تعلیمي ادارو او یا پروګرامونو کې ځوانانو ته د امن په اړه خبرې کوم نو دوی ما اوري ځکه چې زه هم د دوی د عمر یم، زه او زما کورنۍ د ترهګرو د حملې متاثرین یو، موږ تر ننه پورې ځای له نه یو راغلي، زه په خپلو ویناو کې دا وایم چې یوازې امن او تعلیم د پرمختګ لاره ده، ماته د خلکو او ځوانانو لخوا ډېر ښه ځواب راځي. زه فکر کوم که زما په خبرو یو تن هم د توندروۍ لاره پرېښوده نو دا به زما د ورور او زما د شهیدانو ملګرو د وژنې بدل وي.''

احمد نواز د اکتوبر میاشت کې اوکسفرډ ته ولاړ او هلته یې خپلې زدهکړې پېل کړې. هغه تېره میاشت د دغه پوهنتون د زده کونکیو د یونین په انتخاباتو کې برخه واخېسته او بریالی شو.

نوموړی اوس د ټولنې د هغې کمېټۍ غړی دی چې هلته په مختلفو پروګرامونو کې د ګډون لپاره د ویناوالاو لسټ جوړوي او پوهنتون ته یې ورغواړي.

احمد نواز دا وخت له خپلې کورنۍ سره د برتانیا په برمېنګم ښار کې اوسي.

د هغه پلار محمد نواز وایي د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسلوالو په حمله کې یې ۱۳ کلن زوی حارث نواز ووژل شو، او احمد پکې سخت ژوبل شو.

پېښور: د احسان الله احسان تښتېدو پرضد مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

محمد نواز وایي هغه ډېر سخت وخت وو، چې کله ده یو زوی خاورو ته وسپاره او خپل بل ژوبل زوی ته ورغی نو احمد ته تر ۱۵ ورځو پورې دا نه وه مالومه چې ورور یې د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.

هغه وروسته پر فېسبوک د ورور د مړینې خبر کتلی وو.

احمد نواز وایي حارث ورڅخه ډېر تکړه وو.

نوموړی وایي، هغه سم لکه کمپیوټر وو، هر څه به ورته یاد ول او په خپل کلاس کې به لومړی راتلو.

احمد د ډېسېمبر ۱۶مې د سهار په اړه وایي، پر هغه ورځ حارث سکول ته تګ نه غوښت: ''حارث ویل زه نن نه ځم، خو ما پلار ته شېطاني وکړه، او پلار مې ورته غوسه شو، تر سکوله پورې حارث ماته بد بد کتل او ما سره یې خبرې ونکړې.''

احمد وایي تکړه حارث وو خو وران دی وو، او اکثره به یې خپل کشران وروڼه تنګول.

له حارثه علاوه د احمد نور دوه وروڼه دي.

'د پاکستان حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد څرګند ګام نه ښکاري'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

احمدنواز زیاتوي، د پېښور د ارمي پبلک سکول د وسله والې حملې شپږ کاله پوره شول، خو مور یې اوس هم ده ته د غږ کولو پر ځای د حارث نوم اخلي:

''زما مور اوس هم چې کله ماته یا زما ورور ته غږ کوي نو د حارث نوم واخلي، او بیا خپه وي. هغه لا تر اوسه پورې له هغې سانحې نه ده راوتلې، خو موږ ورسره هر وخت خبرې کوو او مصروفه یې ساتو.''

XS
SM
MD
LG