د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالتي کمېشن د ارمي پبلک سکول د پېښې پلټنې بشپړې کړې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې د پلټنو لپاره ټاکل شوي عدالتي کمېشن خپل راپور بشپړ کړی او د جون تر ۳۰ مې یې سپریم کورټ ته وړاندې کوي.

په ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه وسله وال برید کې ۱۵۲ کسان وژل شوي ول چې ۱۳۲ پکې د سکول ماشومان ول. هغه مهال د تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې وه.

د یادې پېښې د عدالتي کمېشن جوړولو امر په ۲۰۱۸ کال کې د هغه مهال مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار کړی و.

د عدالتي کمېشن مشري د پېښور های کورټ قاضي ابراهیم خان کوي.

د یاد کمېشن ویاند او قاضي عمران الله د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، کمېشن د وژلو شویو ماشومانو د کورنیو، سرکاري افسرانو، پولیسو او د امنیتي مسوولینو سره خبرې کړي او په خپل راپور کې یې د ۱۵۰ کسانو بیانونه راخېستې دي.

هغه وړاندې وویل:

"دا یو عام راپور نه دی، بلکې یوه ډېره مهمه مسوده ده. اوس مهال زموږ لاس ته راوړنې د بشپړېدو په حال کې دي او د جون تر ۳۰ مې به یې سپریم کورټ ته وړاندې کړو."

خو د ارمي پبلک سکول د وژلو شوو ماشومانو کورنۍ وايي، پر کمېشن یې باور نشته. د صوابۍ ډاکټر ظهور عالم چې په یاده پېښه کې یې ۱۵ کلن زوی شهود عالم وژل شوی و، د جون پر پنځمه یې مشال راډیو ته وویل، د کمېشن غړو ته یې خپل بیان ورکړی خو په دې خبره یې هېڅ باور نه کېږي چې ورسره به انصاف وشي.

هغه وړاندې وویل:

"د کمېشن پر وړاندې ما درې نیمې ګېنټې خپل بیان وړاندې کړ. هغه مهال مې قاضي ابراهیم ته وویل، ما چې کومه ژړا او فریاد تاسو ته وکړ او د پېښې قاتلین او عاملین مې در وښودل، ایا تاسو به یې په امانتدارۍ تر سپریم کورټه ورسوئ؟ هغه راته وویل، زه د انصاف په څوکۍ ناست یم."

نوموړی زیاتوي قاضي ته یې هغه مهال وویل، د انصاف خو دا حال دی چې د پېښې نه څو کلونه تېر شوي خو اوس هم یواځې کاغذي کارروايي روانه ده.

د ارمي پبلک سکول د وژلو شویو ماشومانو کورنیو د شهدا فاونډېشن په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې ده. د یادې ټولنې مشر فضل شاه ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل کمېشن چې راپور بشپړ کړی نو زر تر زره دې سپریم کورټ ته وړاندې کړي، ځکه چې د تاخیر په صورت کې پکې د لاس وهنو امکان موجود دی:

"عدالتي کمېشن د جون په پنځمه وايي چې تر ۳۰م تاریخه پورې به راپور سپریم کورټ ته سپاري، نو دا خو پوره یوه میاشت ده، دا خو ممکنه نه ده چې په دې موده کې دې پکې لاس وهنې ونه شي او طاقتور خلک دې پکې رد او بدل ونه کړي."

نوموړی وايي، هغوی اندېښنه لري هغه کسان به خامخا د عدالتي کمېشن په لاس ته راوړنو کې رد او بدل کوي، د چا خلاف چې هغوی د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

خو د پاکستان پخواني چیف جسټس میا ثاقب نثار د جون پر پنځمه مشال راډیو ته د عدالتي کمېشن د جوړېدو او لاس ته راوړنو په اړه وویل:

"دغه کمېشن مو د وژلو شوو ماشومانو د کورنیو په غوښتنه جوړ کړی و، خو بیا وروسته یې له کارروایۍ زه نه وم خبر. اوس خبر شوم چې کمېشن خپلې پلټنې مکملې کړې دي خو راپور یې لا سپریم کورټ کې نه دی جمع شوی."

میا ثاقب نثار زیاته کړه چې پاکستان کې عدالتونه ازاد دي او سمې پرېکړې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG