د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزارت د ترکي سفیر ته احتجاج کړی


د ايران او ترکیې بيرغونه
د ايران او ترکیې بيرغونه

ایراني چارواکو دا کار، اذربایجان ته د سفر پر مهال د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د څرګندونو په غبرګون ترسره کړی دی.

اردغان د ډېسېمبر پر ۱۰مه باکو ته د سفر پر مهال د یو ازري ـ ایراني شاعر شعرونه لوستي وو چې پکې اذربایجان یوه سیمه یاده شوې چې په ۱۹مه پېړۍ کې د روسیې او ایران ترمنځ ووېشل شوه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، د ترکي سفیر دریا اورس د اردغان د هغو څرګندونو په غبرګون بلل شوی و، کومې چې ایران ته د منلو وړ نه دي.

اخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران سفیر محمد فرازمند احضار کړی او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د وروستي ټويټ په اړه یې اعتراض کړی.

ظریف د اردوغان شعر د اذربایجان په چارو کې لاسوهنه یاده کړې وه.

د اناتولیا د خبري اژانس د راپور له مخې ترکي چارواکو ویلي که ایراني چارواکو کوم شکایت درلود ښه به وای چې له خپلو رسمي شبکو یې خپور کړی وای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG