چارواکي او د سيمې خلک وايي چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه د ميرلي په بازار کې نامالومه وسلوالو پر يوه ځايي تن ډزې کړي او تښتېدلي دي.
په يوه بله پېښه کې د ياد تحصيل د حسو خيلو د یو مشر په کور نامالومه وسله والو بمونه غورځولي خو څه ځاني زيان په کې نه دی شوی.
د سیمې پولیس وايي د نامالومه وسله والو خلاف د اېف ای ار درجولو وروسته یې د پېښو پلټنې پيل کړي دي.
مخکې د ډېسېمبر پر اتمه هم د شمالي وزيرستان په همځونۍ سيمه کې یو ځايي تن د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوی وو.
دا سږ کال په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنې ۴۶ مه پېښه ده چې پکې ځايي مشران او د سيمې اوسېدونکي په نښه کېږي.
د سيمې خلکو بيا بيا احتجاجونه کړي دي او له حکومته يې د امنيت ټينګولو او د هدفي بريدونو د مخنيوي غوښتنې کړي دي.
بلخوا ځايي امنيتي چارواکي وايي، د سيمې امنيت لپاره يې کوټلي اقدامات کړي دي.