د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې جلسه کوي


د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون محسن داوړ، علي وزير، عبدالله ننګيال او نور مشران هم ورغلي دي. (انځور: د منظور پښتین له زندانه تر خوشي کېدو وروسته عکس)
د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون محسن داوړ، علي وزير، عبدالله ننګيال او نور مشران هم ورغلي دي. (انځور: د منظور پښتین له زندانه تر خوشي کېدو وروسته عکس)

پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه پیل کړې او د غورځنګ مشران پکې ګډون کوي.

د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون محسن داوړ، علي وزير، عبدالله ننګيال او نور مشران هم ورغلي دي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشران وايي، د جلسې لپاره يې د ښار مرسيتال کمشنير ته درخواست ورکړی وو خو انتظاميې ورته اجازه نه ده ورکړې.

د کورونا وايرس مخنيوي لپاره صوبايي حکومت پر جلسو او نورو غونډو بنديز لګولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دريځ لري چې په هېواد کې سياسي ګوندونه جلسې کوي نو دوی يې هم کوي البته د کورونا وايرس مخنيوي لارښوونې عملي کوي.

پښتون ژغورني غورځنګ وايي، حکومت او امنیتي چارواکي دې قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي، د هدفي بریدونو مخنیوی دې وکړي، پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځوروي، ټول ورک کسان دې عدالت ته وسپاري او ماورای عدالتي وژنې دې ودروي.

د غورځنګ په نورو غوښتنو کې دا هم شامل دي چې د قبایلي سیمو په ګډون دې په نور پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنیو ټولو پېښو پلټنو لپاره دې د حقایقو موندلو او جوړجاړي (ټروت اېنډ ريکنسیلیېشن) کمېشن جوړ کړي.

حکومت او پوځ وايي د غورځنګ غوښتنې جایزې دي او وار له مخه یې د ځینو پر پوره کولو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې کار ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG