د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپوږمۍ ته استولې چينايي فضايي بېړۍ راستنېږي


آرشیف
آرشیف

هغه چینایي فضایي بېړۍ چې سپوږمې ته استول شوې وه، د ډېسېمبر پر شپږمه یې د هغې له ډګره ډبرې ټولې کړې او ځمکې ته د راتلو تیاری نیسي.

د چین فضایي ادارې د دې خبرد اعلان په مهال وویل، د چانګي بېړۍ پر سپوږمې تر کښېنستو دېرش منټه پس له دې سیارې دوه کیلوګرامه ډبرې راولېږدوي.

که دغه ماموریت بریالی شي چین به له متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد وروسته چې له سپوږمې یې ډبرې بېرته ځمکې ته راوړې وې، په نړۍ کې درېم هېواد شي چې دا ډول فضایي ماموریتونه ترسره کوي.

له سپوږمۍ دغه نوې ډبرې به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې د دغې سیارې د جوړښت او پیدایښت په اړه یې پوهاوی زیات شي.

وروستی ځل نږدې ۴۵ کاله مخکې په ۱۹۷۶ کال کې د لونا ۲۴ په نوم د پخواني شوروي اتحاد فضایي بېړۍ له سپوږمې د خاورو او ډبرو نمونې ځمکې ته راوړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG