تمه ده چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین د ډېسېمبر پر اوومه د بریتانیا لویو روغتونونو ته ورسېږي او د اټکل له مخې بهیې اته لکه ډوزه واکسینونه له سبا نهې/سې شنبې خلکو ته لګول پیل شي.
د بریتانیا د روغتیا وزارت د کرونا وایرس ضد واکسین وېش یوه لویه بریا بللې ده.
بریتانیا د جرمني او امریکا د ګډو کمپنیو فایزر او بایو تیک لهخوا جوړ شوی د کرونا ضد واکسین خلکو ته لګوي.
تېره اوونۍ یې د دغه واکسین د لګولو جواز ترلاسه کړ.
دا واکسین ۹۵ فیصده موثره بلل شوی دی.
بریتانیا په اروپا کې له هغو هېوادونو دی چې لسګونه زره کسانیې کرونا مړه کړي.
هلته تر دې دمه څه باندې ۱۷ لکه کسان کرونا وړجن شوي چې څه باندې ۶۱ زره تنه ترې مړه شوي.
په ټوله نړۍ کې بیا ۶۷ میلیونه کسان کرونا وهلي چې څه باندې یو نیم میلیون کسان ترې مړه شوي دي.