د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ بیا په ټاکنو کې د درغلیو بې ثبوته ادعاوې تکرار کړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۴۶ منټو په یوه ویډیو کې خپلې هغه بې ثبوته دعوې تکرار کړي چې ګواکې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

په دغو انتخاباتو کې ټرمپ د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن ماتې خوړلې ده.

د دیسمبر پر دویمه پر فېسبوک په خپره شوې ویډیو کې ولسمشر ټرمپ خپله وینا په ممکنه ډول یو له خپلو ټولو ویناګانو څخه مهمه وبلله او وړاندیز یې پکې کړی چې سپریم کورټ باید هغه څه وکړي چې د هیواد لپاره سم دي او د انتخاباتو نتیجې باطلې وګرځوي.

په دغه ویډیو کې ولسمشر ټرمپ انتخاباتي نتیجې تر پوښتنې لاندې راوستي چې له مخه یې بایډن په ریکارډ ډول ۸۱ میلیون ووټونه حاصل کړل چې له ټرمپ څخه ۷ میلیون زیات وو.

نوموړي په دغو انتخاباتو کې یو وارې بیا د درغلیو تور پورې کړ خو د هغه انتظامیې غړیو په ګډون اټارني جنرل ولیم بار په بیا بیا ویلي چې په انتخاباتو کې په پراخه توګه د درغلیو ثبوت نه شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG