د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی: له ځپل شويو سره څومره انصاف شوی؟


'په پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوې'. ارشف انځور
'په پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوې'. ارشف انځور

د بلوچستان په مسلم باغ کې د پنځو ماشومانو مور بي بي حاجره د روان کال (۲۰۲۰ز) د جون پر ۱۲مه نېټه په تورن ډول د خپل خاوند او لېور لخوا په وهلو ټکولو وژل شوې وه.

د حاجرې د کورنۍ پر شکايت پوليسو د هغې د خاوند محمد صادق او لېور انعام الرحمان پر ضد د قتل مقدمه درج کړه خو لا هم نه دې توانېدلي چې تورن کسان ونيسي.

د حاجرې ورور عزت الله د ډېسېمبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر اوله د مسلم باغ په عدالت کې د دې مقدمې اورېدنه وشوه خو دوی د انصاف غوښتنه کوي.

"مور مې سهار او ماښام په تورو اوښکو ژاړي. پرون زموږ پېشي وه او زما مور د ګواه په حيث عدالت ته وړاندې شوه. جج ته يې بېخي ډېر وژړل چې د لور قاتلينو ته دې سزا ورکړل شي."

نوموړی زياتوي چې خپلې مور ته تسلي ورکوي خو د هغې زړه نه کراريږي او وايي"زويه! يکي يو ارمان لرم، چې دوی په څه ډول زما لور وژلې ده نو دغه کسانو ته دې همهغسي سزا ورکړل شي."

بلخوا د بي بي حاجرې فیض الله وايي چې عدالت محمد صادق او انعام الرحمان مفرور ګرځولي او پوليس ته يې د هغوی د نيولو امر کړی دی.

"تورن کسانو له ګرفتارۍ مخکې د ضمانت درخواست جمع کړی و خو عدالت هغه درخواست رد کړ او دوی يې اشتهاري وګرځول. د عدالتي حکم په ورځ هغوی نه وه راغلي ګنې پکار خو دا وه چې په همهغه ورځ ګرفتاره کړل شوي وای، نو دا وخت دوی مفرور دي."

د مسلم باغ د پوليس تاڼې مشر عبدالجبار بيا وايي چې دوی د تورونو کسانو لټون روان کړی خو د هغوی په نيولو لا هم نه دې بريالي شوي.

"دوی يو ځای پټ شوي او ټليفون نمبرونه يې هم بند کړي دي نو ځکه د لوکېټر له لارې يې هم نشو معلومولای. خو اوس د دوی شناختي کارډونه نادرا دفتر ته د بلاک کولو لپاره لېږو. نو بيا چې پر هر چېک پوسټ د دوی شناختي کارډونه وکتل شي نو معلوم به شي او وبه نيول شي."

په بلوچستان کې پر دې سربېره پر ښځو د تشدد يو شمېر نورې پېښې هم رامنځ ته شوې دي. د روان (۲۰۲۰ز) کال د جون پر ۱۷مه د قلعه عبدالله د ليرې غرييزې سيمې توبې (دوبندي) په خيرزۍ ښاڅه کلي کې ۲۷ کلنه عارفه بي بي وژل شوې وه چې وروسته لېويز ځواک د جون پر ۲۸مه د هغې د قتل په تور د هغې خاوند سردار محمد ونيوه.

د چمن اسيسټېنټ کمشنر ذکاوالله دراني د ډېسېمبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې سردار محمد په خپل جرم اعتراف کړی و چې بيا وروسته دوی عدالت ته وسپاره او اوس د پوليسو په ولکه کې دی. خو د نوموړي په وينا د عدالت لخوا لا تر دې دمه هغه ته سزا نه ده اورول شوې.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظيم "عورت فاونډېشن" د بلوچستان څانګې مشر علاوالدين خلجی وايي چې د روان ۲۰۲۰م کال په لومړيو نهو مياشتو کې په دې صوبه کې پر ۶۹ ښځو په بېلابېل ډول په کورنۍ کې دننه او بهر تشدد شوی چې ۲۴ يې وژل شوي هم دي.

د نوموړي په وينا په کليوالو سيمو کې ښځې د تشدد پېښې نه رپورټ کوي او يا هم موقع نه دې ورته برابرې چې پوليس يا لېويز ته ولاړ شي او شکايت وکړي. علاوالدين خلجی زياتوي چې د کوټې پرته په ټول بلوچستان کې د ښځو لپاره پوليس مرکز نه شته چې هلته دوی شکايت وکړي يا رپورټ درج کړي.

د نوموړي په وينا بلخوا د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته د دا ډول پېښو ثبتولو په اړه روزنه ورکول پکار ده.

"پر ښځو د تشدد د پېښو د قوانينو په اړه د هغوی پوهاوی او روزنه ډېره ضروري ده. چې تر څو د هغوی تربيت نه وي شوی نو هغه دفعات نه ورمعلوميږي چې په کوم قانون کې مقدمه درج کړي."

د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر خپله وېبپاڼه ورکړي چې په دې هېواد کې پر ۲۷ سلنه ښځو د هغوی په ژوند کې کورنی تشدد شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې د ښځو د خونديتوب لپاره کارکوونکې اداره وايټ ريبن پاکستان وايي چې په دې هېواد کې له ۲۰۱۱ز کال څخه بيا تر ۲۰۱۷ز کال پورې پر ښځو د تشدد څه باندې ۵۱ زره پېښې رپورټ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې په داسې وخت کې دوام لري چې د نومبر له ۲۵مې په ټوله نړۍ کې پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ ورځنی کمپاين پيل شوی دی.

XS
SM
MD
LG