د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"


۲۷ کلنه بي بي عارفه په توبه کې په وهلو ټکولو وژل شوې
۲۷ کلنه بي بي عارفه په توبه کې په وهلو ټکولو وژل شوې

پراګ - ۵۵ کلن عبدالرازق ته د جون پر ۱۸مه سهار شپږ بجې ټليفون وشو چې لُور يې ځان زندۍ (پانسۍ) کړی او دی دې جنازې ته ځان ور ورسوي.

نوموړی سمدستي له خپل يوه ملګري سره د ضلع پښين حُرمزۍ تحصيل ته ځان رسوي خو هلته چې کله د خپلې لُور کفن خلاصوي نو ګوري چې په بدن کې يې له مخ پرته روغ ځای نشته.

"د بچۍ بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل. داسې ټوکر ټوکر يې کړې وه. په مېخونو، پرايانو او مختيبلو يې وهلې وه. مېخونو يې تر پښو او لاسونو پورې ووري وتلي دي."

د بي بي عارفې پلار عبدالرازق
د بي بي عارفې پلار عبدالرازق

له ادعا سره سم ۲۷ کلنه بي بي عارفه د بلوچستان د قلعه عبدالله د ليرې غرييزې سيمې توبې (دوبندي) په خيرزۍ ښاڅه کلي کې د شپې مهال د خپل خاوند سردار محمد لخوا وژل شوې وه.

وروسته د سردار محمد ورور عطا محمد په حُرمزۍ کې د خپلې ترور (عمه) کور ته د هغې مړی وړی و او غوښتل يې چې په همدغه کلي کې يې ښخه کړي. نوموړي له دې ځايه د عارفې پلار ته ټليفون کړی چې په جنازه کې ګډون کې ورسره وکړي. خو د عارفې د پلار پر شکايت د حرمزۍ ليويزو د هغې مړی د پوسټ مارټم لپاره د پښين سيول روغتون او هغوی بيا د کوټې سيول روغتون ته ولېږی.

هلته معلومه شوه چې عارفه په تشدد سره وژل شوې ده. وروسته د جون پر ۱۹مه د هغې مړی د پښين بازار په ماشوم بابا هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د عارفې ۱۸ کلن ورور کليم الله وايي چې دوی د پښين په نوي کلي سرخاب کې اوسېږي خو د خپلې خور د ليدو لپاره به په مياشت کې يو ځل توبې ته تلی چې له دوی څخه شاخوا ۲۵۰ کلوميټره ليرې ده. د هغه په وينا مخکې يې هم پر خور تشدد کېدی.

"زه د کوچني اختر پر پنځمه [مې ۲۸مه] ورغلی وم. زما خور راته ويل چې دوی زما سره ښه نه کوي خو زه انتظار کوم. هغې ويل ته څو ورځې وروسته راشه او که زما حالت ښه نه و نو بيا مې درسره بوزه. زه په ورځ دوې کې ورتلم خو هغه مړه شوه."

بي بي عارفې درې لوڼې درلودې چې کشره لُور يې د دوو مياشتو ده. کليم الله زياتوي چې خور يې ورته ويل چې يو خو د زوی نه لرلو له کبله له دې سره ښه چلن نه کېدی او بلخوا يې له خواښې سره هم اړيکې ښې نه وې.

د چمن پوليسو د جون پر ۱۸مه ناوخته د سردار محمد پر ضد د عارفې د وژنې اېف ای ار (د لومړنۍ پلټنې راپور) درج کړ.

وروسته د جون پر ۱۹مه د قلعه عبدالله د اسسټنټ کمشنر ذکاوالله دراني په مشرۍ د ليويزو ډلې په موټرونو کې تر درېنيمو ساعتونو سفر وروسته په خيرزۍ ښاڅه کلي کې د سردار محمد پر کور چاپه ووهل خو سردار محمد له خپلو اوو غټانو وروڼو او پلار امير محمد (چې په ملا مېترخز شهرت لري او درې ودونه يې کړي ول) سره يو ځای تښتېدلی و او پر کور يې ښځې او نهه کشران وروڼه پاتې ول.

هغه خونه چې بي بي عارفه پکې وژل شوې وه.
هغه خونه چې بي بي عارفه پکې وژل شوې وه.

ذکاوالله دراني د جون پر ۱۹مه له چاپې وروسته مشال راډيو ته وويل چې دوی هغه خونې ته ورغلل چې عارفه پکې وژل شوې وه.

"هلته يې دوه پړوني راځړولي ول او دا رنګ يې ورکاوه چې عارفې ځان پانسۍ کړی دی خو هغه دومره لاندې ول چې تر نس پورې رارسېدل او د ټيټ قد نجلۍ هم نشوای په پانسۍ کېدای. وروسته مو هلته په وينو لړلی تېره لرګۍ پيدا کړ او د ګاونډ دوو دريو سپينږيريو هم راته وويل چې سردار محمد خپله مېرمن همدلته وژله او بل ورور يې څوک دننه نه ور پرېښودل."

ذکاوالله درانی زياتوي چې دی خپله چمن ته راغلی خو تحصيلدار او ځېنې نور ليويز يې په خيرزۍ ښاڅه کې پرېښودل چې تورن کسان ونيسي.

په توبه کې د عارفې په وژنې تورن سردار محمد پر کور چاپه وهل کېږي
په توبه کې د عارفې په وژنې تورن سردار محمد پر کور چاپه وهل کېږي

د سردار محمد په کور کې دننه ټليفون سګنل کار نه کوي خو له کور بهر مو هغه، د هغه تلليو وروڼو او پلار ته زنګونه ووهل خو د هغوی ټليفونونه بند ول.

له دې پېښې وړاندې هم د جون پر ۱۲مه د بلوچستان په مسلم باغ سيمه کې د پنځو ماشومانو مور ۳۳ کلنه بي بي حاجره په تورن ډول د خپل خاوند او لېور لخوا په وهلو ټکولو وژل شوې وه. پوليس د تورنو کسانو پر ضد د قتل مقدمه درج کړې ده خو هغوی تښتېدلي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کميشن د بلوچستان څانګې مشر حبيب طاهر ايډوکېټ وايي چې له دې وړاندې هم پر ښځو د تشدد پېښې شوي خو رپورټ شوي نه دي.

"دا واقعات مخکې هم کېدل خو هغه وخت اليکټرانک ميډيا [برېښنايي رسنۍ] او سوشل ميډيا [ټولنيزې رسنۍ] دومره فعاله نه وې او بلخوا په خلکو کې پوهه هم کمه وه. اوس د ميډيا له وجې په خلکو کې پوهه زياته شوې او خلک په خپلو حقونو هم خبر شوي دي."

د نوموړي په وينا دوی پر هر چا د ظلم او تشدد خلاف غږ پورته کړی او له اغېزمنو سره هر ډول قانوني مرستې ته چمتو دي.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظيم "عورت فاونډېشن" د بلوچستان څانګې مشر علاوالدين خلجی وايي چې د روان ۲۰۲۰م کال له پیل راهيسې تر روانې جون مياشتې پورې په دې صوبه کې ۱۴ ښځې د کورني تشدد له لاسه وژل شوي دي. نوموړی د دا ډول پېښو د زياتوالي يو لامل د کورونا وبا له کبله رامنځ ته شوی ټولبند، بېروزګاري او اقتصادي ستونزې يادوي.

بلخوا د پايښت لرونکي ټولنيز پرمختګ ادارې په نوم د بشري حقونو يو سازمان د تېرې (مې) مياشتې په خپل راپور کې ليکلي چې په پاکستان کې په تېرو دريو مياشتو کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې ۲۰۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر خپله وېبپاڼه ورکړي چې په دې هېواد کې پر ۲۷ سلنه ښځو د هغوی په ژوند کې کورنی تشدد شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې د ښځو د خونديتوب لپاره کارکوونکې اداره وايټ ريبن پاکستان وايي چې په دې هېواد کې له ۲۰۱۱م کال څخه بيا تر ۲۰۱۷م کال پورې پر ښځو د تشدد څه باندې ۵۱ زره پېښې رپورټ شوي دي.

"د لُور بدن مې داسې شوی و لکه غلبېل"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG