د لاسرسي ځای

تازه خبر

"لُور يې درې کاله وروسته په کفن کې راته راوړه"


بي بي حاجره د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۱۲مه په مسلم باغ کې ووژل شوه.
بي بي حاجره د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۱۲مه په مسلم باغ کې ووژل شوه.

پراګ - ۶۰ کلنې بي بي مايرې خپله لور له دريو کلونو وروسته په داسې حالت کې وليدل چې ساه يې ختلې وه او ټول بدن يې د تشدد له کبله شين اوښتی و.

د بلوچستان د مسلم باغ سيمې دغه سپين سرې مور وايي د دې د ۳۳ کلنې لور بي بي حاجرې خاوند هغه له کلونو راهيسې وهل خو هغې هرڅه زغمل او په دې تمه وه چې ګوندې ژوند به يې ښه شي.

"پر تار يې تور پايپ پېچلې و او حاجره يې اووه شپې په کوټه کې بنده کړې وه. ماورته ويل، زويه تا چيشي خوړل؟ ويل يې په سماوار کې اوبه وې، له هغو به مې يو غوړپ کاوه او په دا اووه ورځې له کوټې [خونې] نه يم وتلې. دې ويل، ما کور نه خبراوه، چې هسې نه مړي سره وکړي."

د پنځو ماشومانو مور بي بي حاجره د روان کال (۲۰۲۰م) د جون پر ۱۲مه نېټه په تورن ډول د خپل خاوند او لېور لخوا وژل شوې وه. د حاجرې مور زياتوي چې د لور خسرګنۍ هغې د کلونو راهيسې د لور له ليدو بنده کړې وه او د هغې د حال معلومولو لپاره به يې خپل ۲۳ کلن زوی عزت الله ورلېږی.

"له دريو کالو راهيسې به ما خپل زوی ور لېږی. هغه به د کور له دروازې دباندې ورته ولاړ و او ورته ويل به يې چې ما مور نه پرېږدي، ته يو دوې خبرې راته وکړه. هغې به دوې خبرې ورته کړې وې او ده ماته راوړې. ما دا درې څلور کاله نه ليدلې خو اوس يې په سپين کفن کې مړه کړې راته راوړه."

د حاجرې ورور عزت الله وايي له خپلې خور سره يې د يو زنداني په حيث ملاقات کاوه چې هغه به د دېوال اخوا او دی به د دېوال دېخوا ته ولاړ و. نوموړی زياتوي پر دې سربېره يې خور د زړه خبره نشوای ورته کولای ځکه له هغې سره به يو څوک ولاړ و.

عزت الله د جون پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د جون پر ۱۲مه دی په کوټه ښار کې و چې اخښي يې سهار پر ټليفون د خور د مړينې خبر ورکړ او د مسلم باغ په کلي محمد جان کې يې اعلان هم کړی و چې هغه له کورونا ناروغۍ مړه شوې ده خو دی وايي د تره زامنو ته يې پر ټليفون وويل چې مړی ورڅخه پټ نه کړي ځکه ده شک درلود چې هغه له کورونا نه ده مړه شوې.

"ما د جمعرات [۱۱م جون] په مازيګر له حاجرې سره له کور دباندې خبرې وکړې او هغه روغه جوړه وه خو د جمعې په ورځ [۱۲م جون] هغه مړه شوه. له هغې سره ظلم کېدی او زه خبر وم چې دا به دوی مړه کړې وي."

د مسلم باغ پوليس تاڼې مشر محمد رفيق د جون پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د حاجرې په وژنه يې د هغې خاوند محمد صادق او لېور انعام الرحمان تورن ګرځولي او پر ضد يې د قتل مقدمه درج کړې ده. د نوموړي په وينا که څه هم دوی دواړه او پلار يې تښتېدلي خو د هغوی د نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.

"د پوليسو ډلې د مقتولې [حاجرې] د ورور [عزت الله] پر شکايت د جون پر ۱۲مه مازيګر مهال د محمد صادق پر کور چاپه ووهله او د حاجرې مړی يې د پوسټ مارټم لپاره د مسلم باغ سيول روغتون ته ولېږی. هغوی بيا مړی د کوټې سيول روغتون ته وسپاری. د پوسټ مارټم راپور کې ويل شوي چې حاجره په تشدد وژل شوې ده نه چې په طبعي مرګ."

د حاجرې يوه ملګرې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي او له دې سره يې يو ځای له لومړي ټولګي بيا تر ۱۲م ټولګي درس ويلی وايي چې دا ډېره ځيرکه او په کار پوهه وه نو د صادق خويندو ۱۴ کاله مخکې د هغه لپاره مرکه ورته وکړه. د هغې په وينا حاجره د قران حافظه هم وه.

"حاجره تعليم يافته نجلۍ وه. ډوډی او دېګ پخول يې زده ول. لوښې مينځل يې زده ول. خو دوی به وهله او ظلم به يې ورسره کاوه. له واده وروسته يې په يوه سترګه ړنده کړه. د لاسونو ګوتې يې په اور او ښيښو ورخرابې کړې وې. په وايرونو يې وهله. د پلار يې د دې له مړينې وروسته ماغزه کار نه کوي. پر دا ټول کلي باندې د ډوډۍ خوند د وينو ورځي."

د حاجرې په وژنې له تورنو کسانو سره مو څو ځلې د تماس نيولو هڅه وکړه خو د هغوی ټليفون شمېرې بندې وې. دا چې دوی ولې حاجره وهل دا لامل لا تر اوسه معلوم نه دی خو د حاجرې مور وايي کلونه وړاندې به يې د لور خاوند ويل چې د هغې د کور کار زده نه دی، خو دا زياتوي هغې خپل کارونه په سمه توګه کول.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم پر ښځو د تشدد يوشمېر پېښې رامنځ ته شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کميشن د بلوچستان څانګې مشر حبيب طاهر ايډوکېټ وايي چې دوی پر هر چا د ظلم او تشدد خلاف غږ پورته کوي. د نوموړي په وينا په دې پېښه خبر دی او له اغېزمنو سره هر ډول قانوني مرستې ته چمتو دی خو اوس د رياست کار دی چې تورن کسان ونيسي.

"د ملزمانو پر ضد اېف ای ار (لومړنی تحقيقاتي راپور) درج شوی دی او دا د جرم پېښه ده. ملزمان مفرور دي. دا اوس د رياست ذمه واري ده چې ملزمان ګرفتار کړي. که ملزمان نه وي معلوم يا داسې پېښه شوې وي چې رپورټ شوې نه وې نو بيا يې موږ تحقيقات کوو."

د پاکستان د بشري حقونو کميشن پر خپله وېبپاڼه ورکړي چې په دې هېواد کې پر ۲۷ سلنه ښځو د هغوی په ژوند کې کورنی تشدد شوی دی.

بلخوا په پاکستان کې د ښځو د خونديتوب لپاره کارکوونکې اداره وايټ ريبن پاکستان وايي چې په دې هېواد کې له ۲۰۱۱م کال څخه بيا تر ۲۰۱۷م کال پورې پر ښځو د تشدد څه باندې ۵۱ زره پېښې رپورټ شوي دي.

پر دې سربېره پايښت لرونکي ټولنيز پرمختګ ادارې په نوم د بشري حقونو يو سازمان د تېرې (مې) مياشتې په خپل راپور کې ليکلي چې په پاکستان کې په تېرو دريو مياشتو کې پر ښخو د تشدد په پېښو کې ۲۰۰ سلنه زياتوالی راغلی.

"لُور يې درې کاله وروسته په کفن کې راته راوړه"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG