د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته رسي


د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ
د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د ناټو په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو د دې پوځي اېتلاف د اصلاحاتو او پیاوړتیا لپاره پر یوشمېر نظریاتو بحث کړی دی.

د کورونا وایرس وبا مخنیوي په خاطر د انلاین غونډې پر لومړۍ ورځ وزیرانو ته یو رپورټ وړاندې شو چې پکې ویل شوي چې دا پوځي اېتلاف باید د روسیې د "پرله پسې جارحیت" او د "چین د زیاتېدونکې پیاوړتیا" په ګډون د نویو ګواښونو مقابلې ته تیار اوسي.

ټاکل شوې چې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د دېسېمبر پر دویمه د کنفرانس په پای کې انلاین خبري غونډې ته وینا وکړي.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې وزیرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ د اېتلاف غړو هېوادونو شاوخوا ته د روسیې "پوځي حضور زیاتېدو" او په افغانستان کې د ماموریت په اړه هم خبرې وکړې.

ستولتنبرګ په افغانستان کې د ماموریت په اړه نور معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې دا غربي پوځي اېتلاف "باید" د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د دفاع وزیرانو غونډې پر مهال د ماموریت په اړه ځینې "سختې پرېکړې" وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG