د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې د ګبینو پیداوار سږنۍ کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېده


په هرات ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي - ارشیف انځور
په هرات ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي - ارشیف انځور

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات ولایت په کچه د ګبینو یا شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري چې له یادو فارمونو سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه ګبین تولید شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي.

د دې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي.

په هرات کې دوه ډوله ګبین یا شات شته چې یو غرني بولي او بل یې د فارمونو هغو دي.

غرني شات غوره کیفیت لري چې په کورنیو بازارونو کې د یوه کیلو بیه له ۷۰۰ تر زرو افغانیو پورې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG