د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په ځینو ولایتونو کې د ۲۰ وسله والو کسانو د وژلو ادعا کوي


افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ـ ارشیف انځور.
افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ـ ارشیف انځور.

د افغانستان په شمال کې ملي اردو چارواکي وايي، په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې لږ تر لږه ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي مشال راډيو ته وویل چې تير ماښام طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه او په جوابي بريد کې يې درې طالبان ووژل او ۷ نور يې ټپيان کړل.

هغه همدا راز وویل چې په دې حمله کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې هم پر ملي اردو طالبانو یوه ډله ییزه حمله وکړه او په جوابي کاروايۍ کې يې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون ۴ تنه ووژل او پنځه نور يې ټپیان کړل.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG