د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د پولیو بهیر د نومبر پر ۳۰مه پیلېږي


د روغتیا چارواکي وايي، د هغو کورنیو د رضا کولو هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو له ورکولو انکاري دي.

د خيبرپښتونخوا د پوليو د کنټرول اداره، د نومبر په ۳۰مه په ټوله صوبه کې د پوليو یا ګوزڼ ضد د څاڅکو کمپاين پيلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په پرتله په روان کال کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پوليو وايرس نه د اغېزمنو شویو ماشومانو شمیره ۲۲ ته راکمه شوې ده. په ۲۰۱۹ کل کې کال کې دا شمیره ۹۳ وه.

د نومبر په ۲۸مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پوليو ضد د کمپاين صوبايي افسر یا کوارډېنېټر عبدالاسط وویل:

"د پولیو د رنځ خلاف د واکسینو ورکولو دا لړۍ د نومبر له ۳۰مې نېټې پیلېږي چې په ترڅ کې به یې ۶۴ لاکو نه زیاتو ماشومانو ته زموږ ۲۸ زرو نه زیات ټیمونه ځانونه رسوي."

د نوموړي په وینا په پېښور او خیبر ضلع کې به دا پروسه اووه ورځې دوام کوي، ځکه چې دا دواړه ضلعې حساسې دي او د خیبر پښتونخوا په پاتې ۳۵ نورو ضلعو کې به دا بهیر پنځه ورځې دوام وکړي.

نوموړی وايي، خپلې عملې ته یې سپارښتنه کړې ده چې کور په کور د ګرځېدو پر مهال به ماسکونه تړي او د کورونا وایرس نه د ځان او نورو د ساتلو په موخه به پر لازمو هدایاتو عمل کوي.

که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې په ځینو قبایلي ضلعو کې د پولیو د ټيمونو پر وړاندې د امنیت مسله وه خو عبدالباسط وايي اوس دا مسله هواره شوې او یواځې د واورو ورېدل ښايي د هغوی کارونه اغېزمن کړي. نوموړی همدا رنګه وايي، د ځینو کورنیو لخوا ماشومانو ته د پولیسو د څاڅکو د ورکولو څخه انکار هم یوه لویه ستونزه ده چې لا هم د هغوی په سر پرته ده.

د راپورونو پر اساس د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو پرتله په مردان ضلع کې د انکار کونکیو کورنیو شمېره زیاته ده خو د مردان ډیپټي کمېشنر نومبر پر ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نږدې ۲۸ سوو انکاري کورنیو سره یې اړیکې نیولي او د هغوی د رضا کولو هڅې یې روانې دي.

د ګوزڼ وهلي ماشوم پلار ارمان کوي چې ولې یې له څاڅکو انکار وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

د مردان د صحت د ادارې مشر ډاکټر محمد اصغر د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې په ګلي باغ، محبت اباد، خزانه ډېرۍ، تختبای او جلاله کې داسې کورنۍ موجودي دي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولو څخه یې انکار کړی دی:

هغه وړاندې وویل:

"تېر کال په پېښور کې د پولیو خلاف یوه افواه خپره شوې وه چې اغېز یې پر مردان هم کړی و. خو اوس حالات په ښه کېدو دي، تېر کال د انکاري کورنیو شمېره دوه لاکه دوه زره وه خو اوس ۲۸۰۰ پاتې شوې ده. "

د نوموړي په وینا په مردان کې د پولیو ضد د کمپاین لپاره انتظامات مکمل شوي او د نومبر پر ۳۰مه به نږدې څلورو لاکو ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي.

د ډاکټر محمد اصغر په خبره د صحت د نړيوالې ادارې په مرسته يې د ضلعې په ۲۱ یونين کونسلونو کې د انکاریانو رضا کولو لپاره د عالمانو او مخورو مشرانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د پاکستان د سرکاري شمیرې له مخه دا مهال په ټول پاکستان کې ګوزڼ وهلي ۸۱ ناروغان دي. په دغو کې په پنجاب کې ۱۴، په سېند کې ۲۲، په بلوچستان کې ۲۳ او خيبر پښتونخوا کې ۲۲ ناروغان دي. تېر کال دا شمیره ۱۴۷ وه.

XS
SM
MD
LG