د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېل ګېټس له جنرل قمر باجوه سره د پولیو پر مخنیوي غږېدلی


ډاکتران وايي د ګوزن د پېښو زیاتېدو لوی لامل له واکسینه د کورنیو انکار دی
ډاکتران وايي د ګوزن د پېښو زیاتېدو لوی لامل له واکسینه د کورنیو انکار دی

پراګ - د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د بېل اېنډ مېلينډا بنسټ له مشر بيل ګېټس سره په ټېلېفوني خبرو کې د ګوزڼ مخنيوي پروګرام بيا پیلولو پر موضوع خبرې کړې دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) وياند مېجر جنرل بابر افتخار د اګست پر ۱۵مه په ټویټر پاڼه ليکلي چې جنرل باجوه او بيل ګېټس د کورونا وايرس وبا پر مهال ګوزڼ مخنيوي پروګرام په موثره توګه پرمخ وړلو ټېنګار وکړ.

بیان زیاتوي‌ چې بېل ګېټس خپله ژمنه تکرار کړه چې بېل اېنډ مېلينډا بنسټ به د پوليو رنځ ختمولو لپاره د پاکستان مرستې ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د اګست پر ۱۱مه له بېل ګېټس سره په ټېلېفون خبرې کړې وې او هغه ته يې په پاکستان کې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د حکومتي هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل.

د مايکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس او د هغه د مېرمنې مېلينډا ګېټس بنسټ له پاکستان سره د پوليو مخنيوي چارو کې مالي مرسته کوي.

د جنرل باجوه او ګېټس ترمنځ دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو مخنيوي درې ورځنې کيمپېن د اګست پر ۱۳مه پيل شوی وو.

په دې کمپاین کې به تر پېنځه کالو عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

چارواکي وايي، په دې کیمپېن کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې تر ۴۵ لاکه زیات ماشومان واکسین کوي.

حکومت روغتيايي کارمندانو ته هدایات ورکړی چې د کورونا وايرس په اړه د احتياطي تدابيرو په ارزښت ځان پوه او د وايرس مخنيوي په غرض احتیاط وکړي.

پاکستان پلان لري چې د اګست مياشتې له ۱۷مې نېټې د هېواد په نورو برخو کې د پوليو ضد پېنځه ورځنی کمپاین پيل کړي چې پکې د وايرس خطر موجود دی.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز د اګست تر ۱۵مې نېټې ۶۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۲ یې په خيبر پښتونخوا، ۲۱ په سيند، ۱۶ په بلوچستان او پېنځه یې په پنجاب کې دي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰ز کال کې به د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد هم له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG