د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د حکومت پر مخالفینو ډزې، درې وژل شوي، ګڼ ژوبل دي


عیني شاهدانو وايي،د الصدر پلویانو د احتجاج کوونکو پر خېمه ډزې کړي او له پېټرولو جوړ بمونه یې پر غورځولي دي. – د ارشیف انځور.
عیني شاهدانو وايي،د الصدر پلویانو د احتجاج کوونکو پر خېمه ډزې کړي او له پېټرولو جوړ بمونه یې پر غورځولي دي. – د ارشیف انځور.

په عراق کې د شیعه عالم مقتدا الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو پر یوه کیمپ په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژلي او په لسګونه نور یې ټپي کړي دي.

د صحت څانګې سرچینو ویلي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۷مه د عراق په جنوبي ښار ناصریه کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې د مقتدا الصدر پلویانو د احتجاج کوونکو پر خېمه ډزې کړي او له پېټرولو جوړ بمونه یې پر غورځولي دي او هغوی هم راپارېدلي او جګړه یې ورسره جګړه کړې ده.

د صحت څانګې سرچینو دا هم ویلي چې وژل شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG