د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین ولسمشر جوبایډن ته په ولسمشريزو ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه


بايډن ته د شي د مبارکۍ پيغام له هغه وروسته ورغلی چې ټرمپ د نومبر پر ۲۳مه منتخب ولسمشر جوبايډن ته د واک د رسمي لېږد پروسه پيل کړه.
بايډن ته د شي د مبارکۍ پيغام له هغه وروسته ورغلی چې ټرمپ د نومبر پر ۲۳مه منتخب ولسمشر جوبايډن ته د واک د رسمي لېږد پروسه پيل کړه.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته د نومبر د درېمې نېټې په ولسمشريزو انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

د چين سرکاري رسنۍد نومبر پر ۲۵مه راپور ورکړ چې شي جين پينګ بايډن ته په خپل پيغام کې د دې هيلې څرګندونه وکړه چې د چين او امريکا اړيکې به د دواړو ملتونو له ګټو سره په مطابقت او د نړيوالې ټولنې د عامه هيلو سره سم لا زيات پرمختګ وکړي.

په راپورونو کې دا هم ويل شوي چې د چين مرستيال ولسمشر وانګ اويشان کمالا هېريس ته د امريکا د مرستيالې ولسمشرې پر منتخب کېدو مبارکي ويلې ده.

د چين بهرنيو چارو وزارت وار له مخه لا بايډن ته مبارکي ويلې وه خو شي په داسې حال کې خاموشي غوره کړې وه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اوس هم د امريکا په يوشمېر عدالتونو کې د ولسمشريزو انتخاباتو نتيجې چېلنج کړي او خپله ماتې نه مني.

بايډن ته د شي د مبارکۍ پيغام له هغه وروسته ورغلی چې ټرمپ د نومبر پر ۲۳مه منتخب ولسمشر جوبايډن ته د واک د رسمي لېږد پروسه پيل کړه خو پر دې سربېره هغه اوس هم په ولسمشريزو انتخاباتو کې خپله ماتې نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG