د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په خیبر پښتونخوا کې به هره وداني د رجسټر انجنیر په منظورولو جوړېږي'


د چټک بس پروژې د تعمېرېدو مهال
د چټک بس پروژې د تعمېرېدو مهال

د خيبر پښتونخوا د بلدیاتو محکمه وايي چې په ښاري او کلي والو سیمو کې يې د استوګنې او کاروباري ودانيو جوړول د رجسټرډ انجنیرانو د کره کتنې منظورۍ سره مشروط کړي دي.

د نومبر په ۲۳مه د بلدیاتو صوبايي محکمې لخوا جاري کړل شوي د دې سرکاري حکمنامې په اړه په یاده اداره کې اسټنټ ډايریکټر بشیر احمد د نومبر په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل: 'د دې حکمنامې په ‌‌ذريعه يې د ضلعو د ترقۍ ادارو او د تحصیلونو د ميونسپلټۍ مشران پابند کړي چې په اينده کې د ودانيو په جوړولو کې د دې قانون عملي کول يقيني کړي او زیاتوي،ی مخکې به چې څومره پلاننګ کيدو هغه به که ان یو عام کس هسې کرښې راښکلې وې نو هغه به يې د ودانۍ د نقشې په توګه د متعلقه ادارو نه منظوره کړې په هغې به د نه اعتراض یا اين او سي اجازتنامه واخېسته او ودانۍ به جوړه شوه نو اوس موږ دا سلسله بنده کړه او دا مو د رجسټرډ نقشه جوړونکو یا ارکيټکټ او د بنیادي ډانچې د انجنيرانو منظورۍ سره مشروطه کړه د دې بنیادي مقصد د ودانيو جوړولو ذمه واري مو پيشه ورانه خلکو ته حواله کړل.'

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ودانيو د جوړولو قوانين خو مخکې هم وو خو د بلدیاتو محکمه به دا حکم نامه څنګه عملي کوي نو اسسټنت ډايريکټر بشیر احمد وويل چې د دې عملي کولو لپاره يې د صوبې په ټولو ضلعو کې نقشه جوړونکي او انجنيران اخستې دي.

'د صوبې په ټولو ضلعو کې مو د دې لپاره نقشه جوړونکي یا آرکيټکټ اخستي دي، انجنيران وار له مخه وو خو نقشه جوړونکی نه وو نو په تېره مارچ او اپريل میاشت کې مو آرکتيکټ په هره ضلعه کې واخېست او هغه مو د پوره ضلعې لپاره ذمه وار وګرځولونو اوس چې څوک هم د ودانيو پلان یا نقشه د منظورۍ لپاره داخلوي نو هغه کس به يې د ارکيتکچرل ريويو یا کره کتنې قواعد او ضوابط سره ګوري او بیا يې د منظورۍ بهیر نه تېروي.'

خو د پيښور د قصه خوانۍ بازار عمر علي وايي چې د نن سبا د متعلقه ادارو نه د ودانۍ د نقشې منظوري اخېستل ډېره ګرانه شوې او په دې بهیر کې يې د درغلۍ ذکر وکړو.

'دلته خو کور جوړول ډېره ګرانه ده، نقشه منظوره ول ډېر ګران کار دی، خبره دا ده چې منظورۍ واله افسران رشوت غواړي خو دا هم خیر دی رشوت به هم ورکړي، نقشه به هم منظوره کړي خو بیا چې کله په ودانۍ کار روان شي په هره دوهمه درېمه ورځ یو نوی افسر د ودانۍ په کار د اعتراض په موخه راځي د کور مخې ته به دې ولاړ وي، که اجازتنامه ورته وښيي نو بیا به دا اعتراض وي چې ولې دې درېم یا دوهم چت جوړ کړي کله به وايي خوا کې دې کړکۍ ولې اېستې ده نو د کور د جوړولو پر مهال ډېرې خبرې وي.'

خو د بلدیاتو د ادارې اسسټنټ ډایريکټر بشیر احمد د درغلیو تورونه رد کړل او زیاته يې کړه چې ودانيو د نقشو او ډانچې د منظورۍ ټول بهیر اوس آن لاین شوې او ولس د بلدیاتو د محکمې په ويب پاڼه دا کار کولی شي، خو پوښتنه دا ده چې د ودانيو د جوړولو پر مهال د نقشو او دډانچې د انجنيرانو کره کتنه او یا منظوری ولې ضروري ده. د دې پوښتنې په ځواب کې د پیښور پوهنتون د انجنيرینګ په څانګه کې د اسټنټ پروفیسر ډاکټر خان شهزاده وايي، چې د ودانۍ لباسي ښایست ارکټیچر او د موسمي اثراتو او سختۍ د زغملو په اړه صحي هدایات اسټرکچر انجنیېر ورکولی شي.

'هر کار چې کیږي د هغې څه بنیادي ضرورتونه وي او په هغه ضرورتونو یوازې مشخص ماهرین پوهېږي نو چې کله کومه وداني جوړېږي نو ابتدا يې له نقشې نه کېږي، نقشه جوړونکي د هغې ډیزاین جوړ کړي چې په دې ځمکه څومره کوټې پکار دي، کوم ځای غسل خانه پکار ده، له هغې به د هوا وتل ننتول (وينټليشن) څنګه کېږي، د پخلي ځای چېرته پکار دی، نو هغه تفصیل نه یو ښایسته مناسب ډيزاین جوړ شي چې هغه د جوړونکي په مرضۍ وي او دا ټوله نقشه به بیا د ادارو د قوانينو مطابق وي چې کله دا جوړ شي نو بیا د اسټرکچر انجنیر کار شروع شي، د دې مثال داسې دی چې د ودانۍ د ظاهري څرمنې کار د نقشه جوړونکی او د هډوکي کار د اسټرکچر انجینېر کار دی، په دې اړه قوانین موجود دي او دی به بیا دا ډیزاین جوړوي چې کوم ځاي بیمونه یا شاتيرونه او کوم ځای کالمونه یا ستنې او اډانې پکار دي.'

د بشیر احمد په خبره د ودانۍ د ډانچې منظوري به یوازې هغه انجنیران ورکولی شي چې د پاکستان انجنيرنګ کونسل سره يې نومونه رجسټرډ یا ثبت وي، د ده په خبره د کور جوړولو د نقشې د منظورۍ قانوني موده ۱۵ ورځې او کاروباري مقاصدو د استعمال لپاره د ودانیو د نقشو د منظورۍ موده یوه میاشت ده.

XS
SM
MD
LG