د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور چټک بس سرویس د بیا بیا پېښو پس ودرول شو


د ټرانس پېښور د شمېرې ترمخه په تېره یوه میاشت کې د څلورو لکو زیاتو کسانو په دغه بسونو کې د سفر لپاره د ځو پر نامه کارډونه ترلاسه کړي وو.
د ټرانس پېښور د شمېرې ترمخه په تېره یوه میاشت کې د څلورو لکو زیاتو کسانو په دغه بسونو کې د سفر لپاره د ځو پر نامه کارډونه ترلاسه کړي وو.

د پېښور بي ار ټي بس سرویس له هغه پس بیا ودرول شو چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه ماښام په حیات اباد کې یې یو ځل بیا یوه بس اور واخېست.

په پېښه کې د مرګژوبلې خبر نه شته خو تر دې مخکې هم د ياد سروېس په دريو نورو بسونو کې اور لګېدلی و.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د ټرانس پېښور لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د بسونو جوړوونکې چینايي کمپنۍ د دغه ټولو بسونو جاج اخلي او چې کله دا عمل سرته ورسېږي نو ياد بس سرویس به بیا پرانستل شي.

د بي ارټي بسونو د انتظام ادارې ټرانس پېښور ویاند محمد عمیر مشال راډیو ته وویل، "د اور لګېدلو دوه پېښې رامخې ته شوې او په دوو بسونو کې معمولي سپرغۍ راپور راغلی وو، نور د اور لګېدلو پېښو په اساس په عارضي توګه دا سروېس وتړل شو چې مقصد یې د خلکو حفاظت دی او هڅه کوو چې ژر یې بیا بحال کړو."

نوموړي وايي، "د بسونو جوړوونکي کمپنۍ په سپارښتنه دا ګام پورته کړل شوی دی او اوس نه شي ویلې چې کله به بیا دا بسونه تګ راتګ پیلوي.

د پېښور چټک بس سروس په څه حال دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00

عمیر زیاته کړه، "د بسونو جوړوونکي چینايي ماهرینو ډله رارسېدلې ده او د هغوی نور ماهرین هم راروان دی چې د پلټنو دا عمل په تېزۍ سره ترسره کړو اوس دا نه شو ویلی چې کله به د بسونو تګ راتګ بیا بحالېږي، په تېره یوه میاشت کې تر څلورنیمو لکو زیاتو خلکو ''ځو کارډ'' ترلاسه کړې او تر ۳۰ لکو زیاتو خلکو په دې کې سفر کړی وو."

د ټرانس پېښور د شمېرې ترمخه په تېره یوه میاشت کې تر څلورو لکو زیاتو کسانو په دغه بسونو کې د سفر لپاره د ځو پر نامه کارډونه ترلاسه کړي وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۳مه په پېښور کې د چټک بس پروژې (بس رېپيډ ټرانزېټ یا بي ار ټي) سرویس (خدمات) پرانیست.

دا پروژه په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې پیل کړې وه.

د پروژې بشپړېدو لپاره اول شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی وو خو وخت په وخت د تخنيکي او تعميراتي نیمګړتیاو له کبله ځنډېده چې اوس شاوخوا درې کاله وروسته پرانیستل شوه.

XS
SM
MD
LG