د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یو وفاقي جج د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ډلې مقدمه ختمه کړه


د پینسلوینیا ریاست چارواکي اوس کولی شي چې د انتخاباتو د نتیجو تصدیق وکړي.
د پینسلوینیا ریاست چارواکي اوس کولی شي چې د انتخاباتو د نتیجو تصدیق وکړي.

د امریکا د پينسلوینیا ریاست یو وفاقي جج د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ډلې لخوا جمع کړل شوې هغه مقدمه ختمه کړې چې پکې په ډاک د استول شویو ملینونو رایو د تصدیق د مخنیوي غوښتنه شوې وه.

عدالت دا پرېکړه د نومبر پر ۲۱ مه د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو لپاره ورستۍ ضربه وه چې پکې نوموړی د یو شمېر مقدمو او بې مثاله طریقو په ترڅ کې د انتخاباتو نتیجې په بل مخ اړول غواړي.

د امریکا ضلعي جج مېتهیوبران په خپله فېصله کې لیکلي چې د ټرمپ انتخاباتي ډلې په دې مقدمه کې داسې اوږده دلایل ورکړي وو چې په قانوني معیار برابر نه وو او تورونه یې د بې ثبوته ګنګوسو په اساس وو.

نوموړي زیاته کړې چې په امریکا کې په دې تورونو د یو تن رایې هم نه شي رد کېدلی دا خو پرېږده چې د هېواد د ابادۍ په لحاظ په شپږم نمبر لويي ریاست د ټولو خلکو رایې دې باطلې وګرځول شي.

د پینسلوینیا ریاست چارواکي اوس کولی شي چې د انتخاباتو د نتیجو تصدیق وکړي.

د دې نتیجو ترمخه په دې ریاست کې دا مهال د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن څه د پاسه په ۸۰ زرو ووټونو بریا ترلاسه کړې ده.

د نومبر د درېیمې په ولسمشریزو انتخاباتو کې جو باییډن په لويي اکثریت بریا ترلاسه کړې چې پکې یې د الیکټورل کالج ۳۰۶ رایې اخیستي او د هغه مخالف امیدوار ډونلډ ټرمپ د الیکوټورل کالج ۲۳۲ رایې ترلاسه کړي دي.

جوبایډن د پینسلوینیا په شمول د دې انتخاباتو د یو شمېر مهمو ریاستونو په ګټلو کې بریالي شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG