د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي سيمو کې د ځوانانو سازمانونو خورې ورې هلې ځلې


د قبايلي ځوانانو دا تنظيمونه په داسې حال کې په بېل بېل ډول خپلې هلې ځلې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په جنوري مياشت کې له همدې سيمو د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم يو نوی خوځښت پيل شو
د قبايلي ځوانانو دا تنظيمونه په داسې حال کې په بېل بېل ډول خپلې هلې ځلې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په جنوري مياشت کې له همدې سيمو د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم يو نوی خوځښت پيل شو

د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې کلونه وړاندې د ځوانانو داسې سازمانونه جوړ شوي چې د دوی په وينا د دې سيمو د حقونو لپاره کار کوي.

د پاکستان تر انتظام لاندې پخوانۍ فاټا کې د زده کوونکو، سياسي ګوندونو او ځوانانو دغو سازمانونو فعاليت کاوه خو کله چې په ۲۰۱۷ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د فاټا د ضم کېدو بحثونه تاوده شول او حکومت د دې کار لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې نو يو خوا په قبايلي سيمو کې دغو سازمانونو خپله مبارزه تنده کړه او بلخوا نوي سازمانونه هم راوټوکېدل.

هغه مهال فاټا يوت جرګه يا د قبايلي ځوانانو جرګه جوړه شوه چې ارشد اپرېدی يې مشر وټاکل شو. نوموړی وايي په ۲۰۱۷ز کال کې د قبايلي سيمو د شاوخوا ۳۰ سازمانونو مشران او غړي سره کښېناستل او دا جرګه يې د دې مقصد لپاره جوړه کړه چې د پاکستان پر مرکزي حکومت فشار راولي چې د فاټا اصلاحاتو بهير پر مهال له قبايلو سره شوې ژمنې سر ته ورسوي.

''موږ په شروع کې پر درو نکاتو متفق شو چې اوله نکته دا وه چې د قبايلي علاقې ولس ته دې د خيبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې نمايندګي ورکړل شي. دويمه نکته دا وه چې د پاکستان عدليه دې قبايلي سيمو ته وغځول شي او درېيمه غوښتنه مو دا وه چې په [قامي مالياتي کميسيون] اېن اېف سي ايوارډ کې دې فاټا ته درې فيصده برخه ورکړل شي.'

ارشد اپرېدی زياتوي چې د دوی مبارزې هغه وخت نتيجه ورکړه کله چې فاټا په خيبر پښتونخوا کې ضم شوه خو د هغه په وينا له دې بدلون څه وخت وروسته فاټا يوت جرګه هم له منځه لاړه. اپرېدی وايي دی يو ځل بيا د دې جرګې رامنځ ته کولو او منظمولو په هڅو لګيا دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړه. حکومت ويلي و چې په قبايلي سيمو کې به پرمختګ راولي او دغو سيمو ته به د پاکستان له قامي مالياتي کميسيون (اېن اېف سي اېوارډ) له پيسو څخه درې سلنه برخه هم ورکوي. د حکومت په وينا پر دغو سيمو به د ۱۰ کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي خو د قبايلو په وينا دا ستونزه لا ناحل پاتې ده.

د فاټا يوت موومنټ يا د قبايلي سيمو د ځوانانو غورځنګ په نوم د يو تنظيم مشر مصباح الدين اتمانخېل بيا وايي چې کله په ۲۰۰۸ز کال کې په قبايلي سيمو کې حالات خراب شول او دوی بندوبستي سيمو ته کډې وکړې نو هلته په تعليمي ادارو کې دوی د خپل غږ پورته کولو لپاره خپل سازمان نه درلود. د ده په وينا دوی په ۲۰۱۳ز کال کې د فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن په نوم د قبايلي سيمو د زده کوونکو سازمان بنسټ کېښود.

د اتمانخېل په وينا کله چې په ۲۰۱۸ز کال کې فاټا په خيبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او زياتره زده کوونکي يې له پوهنتونونو فارغ شول نو دوی غوښتل چې د خپل کار دايره هم پراخه کړي او دا ډول يې د قبايلي سيمو د ځوانانو غورځنګ جوړ کړ.

دا چې د دوی مبارزې څه نتيجه ورکړې او غوښتنې يې تر کومه حده پر ځای شوي دي؟ مصباح الدين اتمانخېل وايي:

''موږ غوښتنه کوله چې زموږ له خاورې دې اېف سي ار ختم کړل شي او موږ ته دې د نورو پاکستانيانو په شان حقونه راکړل شي. موږ دا حقونه تر لاسه کړل خو دا بيا بېله خبره ده چې عمل ورباندې کېږي او که نه، خو موږ خپل غږ اوچتولای شو.''

اتمانخېل وايي چې بلخوا د دوی استازي صوبايي اسمبلۍ ته منتخب شول او د عدالتونو دايره هم قبايلي سيمو ته وغځېدل. د نوموړي په وينا د دوی بله لويه لاس ته راوړنه د فاټا پوهنتون جوړېدل دي چې د ده په خبره د دې لپاره يې درې ځله د خيبر پښتونخوا د ګورنر دفتر مخې ته پرلت وهلی و. خو هغه زياتوي ''اوس هم ډېرې داسې خبرې پاتې دي چې د هغو د حصول لپاره به موږ خپله مبارزه جاري ساتو. ''

په خيبر پښتونخوا کې له ورګډېدو وړاندې په قبايلي سيمو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ لپاره انتخابات کېدل خو د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر ۲۰مه په لومړي ځل د خيبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره د قبايلي سيمو پر ۱۶ صوبايي څوکيو هم انتخابات وشول.

د انضمام په نتيجه کې له قبايلي سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه د انګرېز د واکمنۍ د دور څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو او هلته د پاکستان عدالتي او پوليس نظام پلی شو.

په قبايلي سيمو کې د قبايلي يوت موومنټ په نوم د تنظيم مشر احسان الله احسان بيا وايي چې دوی خپل تنظيم په ۲۰۱۶ز کال کې د فاټا اصلاحاتو په اړه د بحثونو پر مهال جوړ کړ چې مقصد يې د سيمې ګټې خوندي ساتل او خپل حقونه تر لاسه کول و.

د نوموړي په وينا دوی په خيبر پښتونخوا کې د فاټا تر انضمام وروسته هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی او د قبايلو په ګټه اصلاحات غواړي. نوموړی وايي له دوی سره چې د انضمام پر مهال کومې ژمنې شوې وې، پر هغوی عمل نه دی شوی خو د ده په خبره پر خپله خاوره به يې د خپل ملکيت او حقونو لپاره مبارزه روانه وي.

''موږ پلان لرو چې ژر تر ژره يو مباحثه وکړو او هغه تنظيمونه هم راوغواړو چې [په خيبر پښتونخوا کې د فاټا] د انضمام په حق کې ول. ځکه دغه ځوانان او مشران هم په خپلو مجلسونو او ټولنيزو رسنيو کې دغه ويناوې کوي چې زموږ سره کومې وعدې شوې دي، هغه نه پوره کېږي. يقيناً موږ ته دوکه راکړل شوې ده. ''

احسان زياتوي چې دوی په خيبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډېدو خلاف ول او غوښتل يې چې فاټا ځان له صوبه يا يو کونسل جوړ کړل شي.

د قبايلي ځوانانو دا تنظيمونه په داسې حال کې په بېل بېل ډول خپلې هلې ځلې کوي چې د ۲۰۱۸ز کال په جنوري مياشت کې له همدې سيمو د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم يو نوی خوځښت پيل شو چې اوس يې پر نورو تنظيمونو سيوری غوړېدلی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، حکومت او امنیتي چارواکي دې قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي، د هدفي بریدونو مخنیوی دې وکړي، پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځوروي، ټول ورک کسان دې عدالت ته وسپاري، ماورای عدالتي وژنې دې بندې کړي او په قبایلو کې دې د ترهګرۍ او ناامنیو په کلونو کې د ټولو پېښو پلټنو لپاره د حقایقو موندلو او جوړجاړي (ټروت اېنډ ريکنسیلیېشن) کمېشن جوړ کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي د غورځنګ غوښتنې جایزې دي او وار له مخه یې د ځینو پر پوره کولو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې کار ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG