د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان سرتېري د نګورنو قره باغ سره نېږدې یوې ولسوالۍ ته ننوتي


دا علاقه شاوخوا دريو لسیزو د ارمنيا تر کنټرول لاندې وه او اوس اذربایجان ته سپارل کېږي. د ارشیف انځور
دا علاقه شاوخوا دريو لسیزو د ارمنيا تر کنټرول لاندې وه او اوس اذربایجان ته سپارل کېږي. د ارشیف انځور

دا له هغې وروسته ده چې د روسیې په ملاتړ د اذربايجان او ارمینيا ترمنځ د سولې موافقې وشوه او د شپږو اوونيو جګړه پای ته ورسېده.

د دفاع وزارت وویل چې د نومبر پر ۲۰مه د اذربايجان پوځيان د اګدام ولسوالۍ ته ننوتل چې له دریو څخه یوه یې نګورنو قره باغ دی.

دا علاقه شاوخوا دريو لسیزو د ارمنيا تر کنټرول لاندې وه او اوس اذربایجان ته سپارل کېږي.

وزارت وویل "د درې اړخیز بیان له مخې چې د اذربایجان ولسمشر، د ارمنیا وزيراعظم او د روسیې ولسمشر لاسلیک کړي، د اذربایجان پوځيان د نومبر پر ۲۰مه د اګدام سیمې ته ننوتل."

دا په داسې حال کې ده چې يو ورځ مخکې د ارمنيا سرتېري له دغه ځای تللي ول او د ارمنیا دفاع وزیر خپله استعفا وړاندې کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG