د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا ضد واکسین به کله تر خلکو ورسيږي؟


يوه ډاکټره د کورونا وایرس ضد ويکسين تجربه کوي
يوه ډاکټره د کورونا وایرس ضد ويکسين تجربه کوي

د ۲۰۱۹ کال په وروستيوو کې د چين له اوهان ښاره راپېدا شوي کورونا وایرس، د رويټرز خبري اژانس ترمخه، تر دا مهاله په دنيا کې له يو اعشاريه درې ميليونو څخه زیات خلک وژلي دي. خو اوس د وايرس د کنټرول لپاره په ځينو هېوادونو کې د ویکسينو جوړولو چارې چټکې شوې.

تر ګڼو تجربو او ازموينو وروسته، د امريکې دوا جوړوونکي کمپنۍ فایزر او د جرمني بايونټيک د نومبر په اتلسمه وويل چې د د دوی جوړ کړي د کورونا وایرس ضد واکسین ۹۵ فیصده اغېزمن ثابت شوي دي. رويټرز خبري اژانس ويلي چې دا تر اوسه د راغلو کورونا ضد واکسينو د اغېزمنتیا تر ټولو لویه کچه ده. دغو دوا جوړوونکو د خپلو واکسينو د چوکاټ او د ازموينو تفصيل په خپرولو سره د امريکې له حکومته یې په بيړنۍ توګه د استعمال اجازه غوښتې ده.

د نومبر په ۱۶مه يوې بلې امريکايي‌کمپنۍ ماډورنا هم د خپلو ویکسينو د پايلو په اړه ويلي وو چې د دوی هغه ۹۴.۵ فیصده اغېزمن تمام شوي دي. د دې ترڅنګ د روسانو سپوتنيک وي کمپنۍ ويلي چې د دوی واکسينو تر ازموينو لاندې خلکو کې تر ۹۲ فیصده پورې ښه اغېز کړی دی.

واکسين څنګه ازمويل کېږي؟

د رویټرز خبري اژانس ترمخه د درملو جوړولو کمپنۍ واکسين رضاکارو خلکو ته لګوي. بيا ورته صبر کوي او ګوري چې دوی په کورونا وایرس اخته کېږي. که څوک پرې اخته شي نو دا کمپنۍ يې اندازه معلوموي چې کورونا وایرس په واکسين شوي تن کې څومره زورور دی. په دې توګه د واکسينو د اغېز فیصدي معلوميږي. رويټرز خبري اژانس ويلي‌چې فایزر د خپلو ازموينو لپاره ۴۳۰۰۰ کسان درلودل.

کوم واکسين د منلو وړ دي؟

د روغتيا نړيواله ادارې د اصولو ترمخه د يو وايرس پر ضد د واکسينو د ښه اغيز لپاره ضرور ده چې د ازموينو ۷۰ فیصده پايلې ګټورې ثابتې شي. د رویټرز خبري اژانس ترمخه، امريکا هغه واکسينو ته اجازه ورکوي چې د ازموينو نتيجه یې ۵۰ فیصده اغيزمنه وي. خو يو شرط پکې دا دی چې د کورونا وایرس ډيرو ځپلو مریضانو کې بايد ازموینې وشي. اروپايي ټولنې ويلي چې دوی به د اوس لپاره د لږ اغیز والا ویکسين هم قبول کړي.

خلک به تر کله ویکسينو ته لاسرسی پیدا کړي؟

رويټرز خبري اژانس ويلي چې چين د کورونا وایرس د اغیز کمولو لپاره لا واردمخه په جولای کې په بيړنۍ توګه روغتياپالو ته خپل جوړ کړي ويکسين کړي دي. خو دا ویکسين هغه مهال لا له بشپړو ازموينو نه وو تير شوي نو ګټې یې واضحه نه دي.

روس هم خپل جوړ کړي‌واکسين لږ تر لږه لسو زرو کسانو ته کړي دي. خو د روغتيا نړيوالې ادارې لا هم هيڅ‌کوم واکسين ته په عام ډول د کارولو اجازه نه ده ورکړي. رويټرز خبري اژانس لیکلي چې ښايي د فایزر واکسينو ته تر ټولو ډېر ژر د دې کار اجازت ورکړل شي. په دې توګه ممکنه ده چې همدا کال خلک د کورونا وایرس ضد ویکسينو ته لاسرسی پېدا کړي.

XS
SM
MD
LG