د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت جعلي دی: اپوزیشن ګوندونه


پاکستاني رسنۍ لیکي چې د ګوجرانواله جلسه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.
پاکستاني رسنۍ لیکي چې د ګوجرانواله جلسه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و.

پاکستان جمهوري غورځنګ ( پاکستان ډېموکرېټېک مومېنټ) د اکتوبر پر ۱۶مه، د شپې ناوخته د پنجاب په ګوجرانواله کې د حکومت پر ضد خپله لومړنۍ لویه جلسه وکړه.

پي ډي اېم وايي، د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي شوې وه او د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف حکومت په جعلي توګه جوړ شوی دی.

د یوې اندازې ترمخې په زرګونو کسانو د ګوجرانوالې په جلسه کې برخه واخېسته چې ورته د اپوزیشن د لویو ګوندونو مشرانو ویناوې وکړې.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف له لندنه د ویډیو لېنک له لارې جلسې ته وینا وکړه. هغه وویل، دا مهال چې د پاکستان ولس د کومې بربادۍ سره مخ دی، پاکستانیان یې پوښتنه له چا نه وکړي؟ د عمران خان نه؟ او که د هغه چا نه چې هغه یې راوستی دی؟ نوموړي د جلسې ګډونوالو ته همدا راز وویل: "تاسو سوچ وکړئ او ځواب راکړئ چې ستاسو ووټ چا غلا کړی؟ "

هغه پخپله وينا کې د پوځ پر مشرف جنرال قمر جاوېد باجوه هم سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې د نواز شريف په مشرۍ يې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت ختم کړ او د خپلې خوښې "نااهله ډله" يې پر واک کېنول. نوموړي پخپله وينا کې جنرال باجوه مخاطب کړ او داسې يې وويل، "د پارلماني غړو پېر او پلور چې موږ اوږده موده مخکې ځان ورڅخه خلاص کړی و، د بيا ځلې لپاره تا پيل کړ. په ججانو تا په زوره فيصلې وليکلې".

نواز شریف زیاته کړه، د پاکستان له جوړېدو راهېسې امرانو سیاستدانانو ته د غدارۍ لقبونه ورکړي چې په دغو سیاستوالو کې فاطمه جناح، شېخ مجیب الرحمان او باچا خان هم شامل وو. نوموړي وویل، د همداسې غلطو پرېکړو په نتیجه کې مشرقي پاکستان نه بنګله دېش جوړ شو.

د پاکستان حکومت به څو اوونيو کې کور ته لاړ شي: اپوزيشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

د پاکستان پوځ که څه هم د نواز شريف د تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې يې په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړې دي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان چې د پاکستان ډیموکرېټېک مومېنټ مشري هم کوي، جلسې ته د وینا پر مهال وویل، دا حکومت د ولس په خوښه واک ته نه دی رسېدلی، دهغه په وینا دا د خلکو لخوا نه بلکې د نورو ادارو لخوا انتخاب شوی یا سلېکټېډ حکومت دی.

هغه وړاندې وویل، دا حکومت که چا راوستی نو "راوستونکي" خو به څوک وي کنه؟ د نوموړي په وینا اپوزیشن باندې فشار اچول کېږي چې د راوستونکو نوم به نه اخلئ: "تاسو چې یو جعلي حکمران کېنولی او جمهوریت له مو مرۍ بنده کړې، د دې ذمه وار به څوک وي؟ "

جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وويل چې دوی د پوځ يا ادارو پر ضد نه دي بلکې د هغه چا پر ضد راوتلي دي چې له خپلې اييني دايرې وځي او په سياست کې مداخله کوي.

نوموړي زياته کړه چې هېڅ پوځي جرنېل ته به دا اجازه ورنکړي چې له ايين څخه ماورا کار وکړي او د ده په وينا که هر چا دا کار وکړ نو دوی به يې لاسونه ور ومروړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۸م کال په پارلماني انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي چې په نتيجه کې د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف ګوند په واک کې راغلی و. بلخوا د دې هېواد انتخاباتي کميشن هم ويلي چې دا ټاکنې رڼې شوې وې.

اخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران هم د اپوزيشن تورونه ردوي او وایي د اپوزيشن مرکزي اېجنډا د احتساب عمل درول دي نو ځکه اوس د دوی خلاف راوتلي دي. د حکومت مشران وايي دوی به پر درغلۍ له اپوزيشن ګوندونو سره هېڅ ډول جوړجاړی ونکړي.

د اپوزیشن ګوندونو لخوا ترتیب شوې دغې لویې جلسې ته د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د اوسني حکومت د واک په زمانه کې ګراني ډېره زیاته شوې ده او د دې هرڅه ذمه وار حکومت دی.

بلاول وړاندې وویل:

"دا څنګه لوبه ده چی زرداري باندی الزام ولګي نو جیل کی یی واچوي، نواز شریف، مریم نواز او فریال ټالپور هم د الزام د لاندې جیل ته ځی، خو چی په وزیراعظم عمران خان، علیمه خان، او عاصم باجوه باندې د کرپشن الزام ولګي، نو څوک ترې پوښتنه قدریې هم نه کوي؟ تاسو د پخواني صدر او وزیراعظم د درغلیو د تورونو تحقیقات ضرور وکړئ، خو که د درغلۍ تورونه په کوم جرنیل او جج هم دي، نو د هغی پلټنې به هم کوئ"

د پي ډي اېم ویاند او د عوامي نېشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین جلسې ته په وینا کې وویل، که د پاکستان ټول قامونه سره یو موټي شول نو یو امر یا ډېکتېټر یې هم مخې ته نه شي ودرېدلی او په خپله مخه به ځي. نوموړي وویل، حکومت د اپوزېشن د مخنیوي پوره هڅه وکړه، لارې یې بندې کړې، کنټینرونه یې ودرول خو د هغې باوجود هم هغوی په ګوجرانواله کې خپله لویه جلسه وکړه.

په دغه جلسه کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ګوند، جمیعت اهل حدیث او ځینو نورو ګوندونو هم ګډون کړی وو.

د حکومت پر ضد جوړ شوي په دغه اېتلاف کې د اپوزیشن ۱۱ ګوندونه شامل دي.

خو د تحریک انصاف مشران وايي، د ګوجرانواله جلسه ناکامه وه او د هغوی په وینا د حکومت پر ضد د اپوزیشن مشران ځکه دا ډول هڅې کوي چې هغوی د درغلیو د قضیو سره مخامخ او ډېری یې د احتساب قامي ادارې یا نېب ته مطلوب دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز په خپل ټوېټر اېکاونټ لیکلي، د ګوجرانوالې له جلسې او د اپوزیشن له اېتلاف نه معلومېږي چې په موجوده وخت کې یواځې وزیراعظم عمران خان د حالاتو د یو ځای ودرولو خلاف ولاړ دی. نوموړي لیکلي چې د پاکستان ولس او عمران خان یو طرف ته ولاړ دي او بل طرف ته د هغه په وینا درغل سیاستوال دي چې د حکومت پر ضد اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG