د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک په کوټه کې جلسه کړې


په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه

په پاکستان کې د اپوزشن ګوندونو اېتلاف - پاکستان جمهوري‌ تحریک – د اکتوبر پر ۲۵مه په کوټه کې د حکومت ضد ولسي غونډه کړې.

په تحریک کې د شاملو ۱۱ ګوندونو مشران او استازي وار له مخه ګوټې ته رسېدلي او د ورځې په اوږدو کې به په ایوب سټېډیم کې ولس ته ویناوې کړي.

په دې مشرانو کې د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان ، د مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز ، د پپلز ګوند پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګېلانی ، د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر هوتي ، میا افتخار حسېن ، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د نورو اتحادي ګوندونو مشران او استازي شامل دي.

د بلوچستان حکومتي‌ چارواکي وايي چې د جلسې پر مهال په کوټه کې کلک امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اکتوبر پر ۲۳مه په یوه خبري غونډه کې وویل، اپوزیشن له پکار دي چې خپله جلسه وځنډوي ځکه چې د هغه په وینا په کوټه کې د ترهګرۍ د پېښو وېره لیدل کېږي.

خو مریم نواز کوټې ته په رسېدو خبریالانو ته وویل، د ولس د ځان او مال ساتنه د حکومت دنده ده.

هغې وویل، د جلسې حفاظت کول د حکومت ذمه واري ده او له هغوی دې دا غوښتنه نه کېږي چې جلسه دې وځنډوي.

بل پلو د بلوچستان حکومت د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ د کوټې په جلسه کې ګډون ته نه دی پرېښی.

محسن داوړ د اکتوبر پر ۲۴مه له اسلام اباده په الوتکه کې کوټه ته رسېدلی وو خو حکومتي‌ چارواکو هغه له هوايي‌ ډګره بهر وتلو ته پرېنښود.

پښتون ژغورنې غورځنګ د محسن داوړ د ایسارولو پرضد د کوټې هوايي‌ ډګر مخې ته احتجاج هم وکړ.

په پرلت کې د عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند ځینې مخکښان هم شامل وو.

د بلوچستان حکومت وروسته محسن داوړ د سړک له لارې له صوبې اېستلی دی.

د بلوچستان حکومت وايي، د امنیتي اندېښنو له کبله پر محسن داوړ وار له مخه بلوچستان ته پر ننوتلو بندیز وو.

XS
SM
MD
LG