د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه، اته ژوبل


خيبرپښتونخوا په نوښار کې د مسافر ګاډي کندې ته د پرېوتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د نوښار پوليسو مشر او ځايي خلکو مشال راډیو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۶ مه سهار مهال نهه بجې ګاډۍ له سپین کاڼي څخه کاکا صيب ته په لاره وو چې کندې ته پرېووت.

په وژل شويو کې يو ماشوم او دوې ښځې هم دي. په پېښه کې اته کسان زخميان دي چې پکې يې ځينې د پېښور لېډي رېډنګ او ځینې د نوښار قاضي حسين احمد ميډیکل کمپلېکس ته د علاج لپاره وړل شوي دي.

سږکال د اګست پر اتمه نېټه هم يو ګاډۍ د نوښار په اکبرپوره سيمه کې کندې ته پرېوتی وو چې پکې پنځه کسان مړي شوي ول.

د پېښې مړه او ژوبل کسان د سپین کاڼي کلي کاکا صاحب دي.

د مشال راډيو خبریال وايي چې د اتو مړیو جنازه به نن ماښام یوځای کېږي.

د یوه ځايي اوسېدونکي، چې نوم یې و نه ښود، په وینا د دوو نورو مړیو جنازه به نن څلور نیمې بجې کیږي.

د چارواکو په وینا، څلور ټپیان د پېښور لېډي ریډینګ روغتون او نور د نوښار قاضي کمپلېکس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی چې د ناسم ټرافیکي سیسټم، د غیر مسلکي ډرېورانو او د سړکونو جدیدې ډانچې نه لرلو له کبله هر کال ‌خورا زیاتې پېښې کېږي.

تېره میاشت د بلوچستان په لورالايي کې ولس له سرکاره د سړک دوه رویه کولو لپاره د صوبې تر مرکز کوټې پلی مارچ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG