د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم او بولدک بیا په مېوو بار زرګونه ټرکونه ایسار


پر تورخم هره ورځ دواړو غاړو ته په مالونو بار سلګونه ټرکونه تېرېږي
پر تورخم هره ورځ دواړو غاړو ته په مالونو بار سلګونه ټرکونه تېرېږي

د افغانستان غاړې ته پر تورخم او سپین بولدک په تازه مېوو بار زرګونه ګاډي پر داسې مهال درول شوي چې د پاکستاني وزیراعظم د سوداګرۍ سلاکار کابل ته په سفر دی.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې یو مخور غړي خانجان الکوزي مشال راډیو ته وویل چې پر تورخم په خوراکي او غير خوراکي توکو بار دوه‌نیم زره لارۍ او پر سپین بولدک ۱۶ سوه ګاډي درول شوي چې د نوموړي په خبره ځینې توکي یې د خرابېدو له خطر سره مخامخ دي.

نوموړي وویل، پاکستان په ظاهرا د دې ستونزې سبب تخنیکي ستونزې ښيي خو په وینا یې دغه ملک په بېلابېلو پلمو افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

بل‌خوا د پاکستان وزیر اعظم د پانګونې او سوداګرۍ سلاکار عبدالرزاق داوود له یوه تجارتي پلاوي سره نن د نومبر پر ۱۶مه له یوه کابل ته ځي. نوموړي پر ټویټر کښلي چې د دې سفر موخه د افغانستان او پاکستان سوداګریزه اړیکو ته وده ورکول دي.

نوموړي کښلي چې پلاوی به یې له افغان لوري سره په تجارتي هلو ځلو کې د همکارۍ او سرمايه کارۍ تر څنګ په يوشمیر نورو تجارتي موضعاتو خبرې کوي.

الکوزی وایي،کابل ته د پاکستاني پلاوي د ورتلو هدف د دواړو خواو ترمنځ د ستونزو هواری او د اسانتیاوو رامنځته کول په ګوته شوي دي.

افغان سوداګرو تر دې وړاندې هم پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو شکایت کړی.

XS
SM
MD
LG