د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره دې د نواپاس لاره خلاصه کړل شي: باجوړ جرګه


د باجوړ یو قبایلي مشر شيخ جانزاده مشال راډیو ته وویل چې  له تېرو ۲۰ کالو نه بنده پرته ده.
د باجوړ یو قبایلي مشر شيخ جانزاده مشال راډیو ته وویل چې  له تېرو ۲۰ کالو نه بنده پرته ده.

د باجوړ د سیاسي ، کاروباري او قبايلي مشرانو جرګې د نوا پاس د لارې پرانستو لپاره حکومت ته د دوو میاشتو مهلت ورکړی دی.

د عوامي نشینل ګوند لخوا د نومبر پر شپږمه په ناوګۍ تحصیل کې رابلل شوې دې جرګه کې پرېکړه شوې چې که د نوا پاس لاره د ولسي او تجارتي تګ راتګ لپاره خلاصه نه شوه نو د پولې خوا ته به احتجاجي لاریون او ناسته کوي.

د باجوړ یو قبایلي مشر او د عوامي نشینل ګوند د مرکزي ورکنګ کميټۍ غړي شيخ جانزاده مشال راډیو ته وویل چې له حکومتي او پوځي چارواکو سره د بیا بیا مذاکراتو او د هغوي لخوا د ژمنو باوجود د نوا پاس لاره له تېرو ۲۰ کالو نه بنده پرته ده.

د ده په خبره د دې لارې پرانسته به د سیمې امنيت او اقتصاد لپاره ګټه وره پريکړه وي.

ده وویل، "د پاکستان حاکمان دې زر تر زره افغانستان سره په پوله د نوا پاس تاريخي لاره د ولس او تجارتي تګ راتګ لپاره پرانيزي ځکه چې افغانستان سره په پوله د کورمې د خرلاڅو ، د وزيرستانونو انګور اډه او غلام خان او د تورخم لاره هم خلاصه ده."

نوموړي وویل چې بل پلو هند سره د واهګه او کرتار پور لاره هم خلاصه ده نو بیا ولې د نوا پاس لاره بنده ده؟

شېخ جانزاده زیاته کړه چې "افغانستان زموږ پلرنۍ سیمه ده او دا پرانسته به ولسونه نيږدې کړي، اقتصاد به ښه شي ، نو حاکمان دې دا لاره زر تر زره پرانيزي ګني بیا به داسې احتجاج کوو چې د سیمې ټول ولس به پکې برخه اخلي."

د باجوړ د چيمبر آف کامرس مشر حاجي لالي شاه پښتونیار د نومبر په اوومه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې جرګه کې د ګډون سبب يې د نوا پاس د لارې د بندښت له وجې په سیمه کې د وړو او مقامي کاروبارایانو حالت زار وو.

ده زیاته کړه چې د دې لارې د بنديدو له وجې په اربونو روپۍ زیان کيږي.

ده وویل، "له پيړيو راهسیې نوا پاس زموږ تاریخي تجارتي لاره ده ، د دير، باجوړ ، ملاکنډ لخوا به د نوا پاس له لارې تجارت کيدو، شل کاله وشو په پوله دا مزې لګيدلی دی ، نور موږ تنګ شو زموږ خلک په شته وسايلو کې بې ځايه په منځني ختيز ، لاهور ، کراچۍ حتي تر يورپ پورې مساپر دي غریبانان در په در خاورې په سر دي."

نوموړي‌ وویل چې د نوا پاس لارې له خلاصېدو سره به د سیمې د ولس د روز ګار حالت ښه شي.

حاجي لالي شاه پښتونیار زیاته کړه، "د باجوړ پر مځکه هر کال په زرګونه ټنه سبزیانې تباه کيږي ، موږ ټماټر ، ميوې او نور شیان کنړ ته استولای شو او له هغه ځايه خام مال دلته راوړلای شو."

د خیبر پښتونخوا صوبايي‌ حکومت د ۲۰۱۹م کال د جنورې په میاشت کې د امریکا د پرمختیاي چارو د ادارې يو ايس ايډ په مرسته د لوي سم نه تر نوا پاس پورې د ۲۵ کلوميټره اوږد سړ ک پرانسته له دې ژمنې سره کړې وه چې د نوا پاس له لارې افغانستان سره تجارتي هلو ځلو ته به وده ورکوي خو تر دا مهال دغه لاره مکمله شوې نه ده.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي ګل داد خان که څه هم د دغه سړک د تکمليدو په اړه څه ونه ويیل خو زیاته يې کړه چې سیمې د ترقۍ په موخه د جرګې د پریکړو په بنیاد به د نوا پاس د لارې د پرانستو لپاره هلې ځلې جاري ساتي.

ده وویل، "د دې په پرانستو کې زموږ د حکومت ډيره زیاته دلچسپی ده که ستاسو پام وي نو وزيراعظم د تورخم د لارې پرانسته په خپل لاس کړې وه څو ورځې مخکې د افغانستان يو تجارتي وفد سره وزير اعظم ملاقات هم کړې وو او هغوي سره ډیرې پايدارې خبرې وشوې نو په دغو خبرو کې د دې لارو د پرانستو موضوع هم وه او نوا پاس پکې هم ياد شوی وو."

ګل دادا خان وویل چې له دې هر څه سره سره د امن وامان مسله هم د حکومت په نظر کې ده.

د ده په وینا، "په دې اړه یې ډیر څرګنده دريځ دې چې افغانستان سره بايد سیاست او تجارت جدا جدا وي او پکار ده چې د سیاست په تجارت څه اثر نه وي نو بیا به دا لارې نه بنديږي."

د جرګې مشر شيخ جانزاده مشال راډیو ته وويل چې د نوا پاس د لارې د پرانستو تر څنګ جرګې له حکومته دا هم غوښتي دي چې په سیمه کې دې د معدنیاتو جامع سروې وشي ، او د زیرمو د را ايستلو قراردادونه دې یوازې ځايي خلکو سره لازمي وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG