د پاکستان حکومت ویلي دي چې د تورخم لارې تړلو خبرونه ناسم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۸مه په پاکستان کې ځینو رسنیو د حکومتي سرچینو له خولې وویل چې د تورخم لار تړل کېږي. په هغو خبرونو کې د لار تړلو لامل نه وو ښوول شوی.
خو د پاکستان دولتي راډیو پر تورخم پوله د چارواکو د بیان په حواله لیکلي چې د تورخم ور د تګ راتګ او سوداګرۍ په موخه پرانیستی دی.
د سېپټېمبر پر ۲۸مه د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې له افغانستان سره به ټولې لارې د اوونۍ څلور ورځې د خلکو تګ راتګ لپاره خلاصې وي.
تر هغې وروسته په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګریو د ویزو ورکړه پیل کړه.
د پاکستان حکومت په مارچ کې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي په موخه له افغانستان سره لارې وتړلې خو په جولای کې یې ټولې لارې د سوداګرۍ او د خلکو محدود تګ راتګ لپاره بیا پرانیستې.