د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر اشاره کړې چې له منځني ختیځه د سرتېرو  ایستل ګړندي کولای شي


امریکا دا مهال په افغانستان کې له نهو زرو څخه کم پوځیان لري. (انځور:  کریسټوفر میلر د نومبر پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال)
امریکا دا مهال په افغانستان کې له نهو زرو څخه کم پوځیان لري. (انځور:  کریسټوفر میلر د نومبر پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال)

د امریکا د دفاع لنډ مهالي وزیر کریسټوفر میلر اشاره ورکړې ده چې له منځني ختیځه د امریکايي سرتېرو ایستلو کار چټکولای شي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا تر ټاکل کېدو وروسته میلر د نومبر پر ۱۳مه د امریکا پوځیانو ته په خپل لومړي پیغام کې وویل چې باید ټول جنګونه ختم شي او اوس کور ته د بیرته تګ وخت دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان یا منځني ختیځ یادونه نه ده کړې خو ټینګار یې وکړ چې امریکا اوس هم هغه جنګ ختمولو ته تیاره ده چې القاعده وسله والې ډلې په ۲۰۰۱م کال کې د هغه هېواد تر پولو ورساوه.

امریکا دا مهال په افغانستان کې له نهو زرو څخه کم پوځیان لري. امریکا په منځني ختیځ کې د القاعده او د هغوی سره اړه لرونکیو ډلو خلاف په عملیاتو کې هم شامله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG