د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان سرحدي نښتې ۱۵ تنه وژلي


د هند یو پوله ساتونکی د ګزمې په حال (انځور له ارشیفه)
د هند یو پوله ساتونکی د ګزمې په حال (انځور له ارشیفه)

د هند او پاکستان ترمنځ پر پوله د شویو بمباریو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپي شوي دي.

هندي چارواکو ویلي، دا پېښه هغه مهال پیل شوې چې هندي ځواکونو یې خاورې ته د ننوتونکو هڅه ناکامه کړه.

د دوی په وینا په دې کې یې شپږ عام وګړي ، درې عسکر او یو پوله ساتونکی وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د ۱۲م او ۱۳م نومبر په شپه د هند داسې ډزو ته ځواب ویلی چې د دوی په وینا بې له ښه او بد کتلو یې کړې وې.

پاکستاني چارواکي وايي، په دې کې څلور عام پاکستاني وګړي او یو عسکر وژل شوی او په لسګونه نور ټپي شوي دي.

د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ په روان کال کې تر اوسه پر پوله په ډزو کې تر ۴۰ زیات عام وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG