د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته مبارکي ویلې


د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن د منتخبېدو یوه اوونۍ اوړي، چین په لومړي ځل هغه ته مبارکي ویلې ده.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا د خلکو د انتخاب احترام کوي او جوبایډن او کامله هیرېس ته مبارکي ورکوي. نوموړي ویلي، هغوی په دې خبره پوه دي چې د امریکا د ټاکنو پایلې د امریکايي قوانینو او کړنلارې له مخې مخې ته راځي.

چین د روسیې او مکسیکو په څېر د هغو هیوادونو په فهرست کې و چې تر اوسه یې جوبایډن ته مبارکي نه وه ورکړې. د چین د حکومت او د ډونلډ ټرمپ د انتظامیې ترمنځ د تجارت، ټېکنالوژۍ، امنیت او د کورونا وایرس په څانګو کې ژور اختلافات لیدل کېدل.

د کرېملېن ویاند ډیمیټري پیسکوف نن ( ار ټي رشیا) ته په مرکه کې ویلي، هیواد به یې چاته له مبارکۍ ورکولو وړاندې د امریکا د انتخاباتو د رسمي پایلو اعلان ته انتظار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG