د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور زېبا مسود خان شاوخوا سل بې مالکه سپي ساتلي


زېبا مسود خان
زېبا مسود خان

پراګ - زېبا مسود خان په پېښور کې د – لکي اینېمل پروټکشن سنټر – په نامه د ځناورو یو داسې ساتنځای چلوي چې زیاتره پکې سپي ساتل شوي دي.

زیبا مسود خان وايي دا هغه سپي دي چې له لارو کوڅو یې دې مرکز ته راوړي دي ، د خوراک او علاج بندوبست یې کوي.

نوموړې وايي چې لومړی یې یو سپی خوندي کړی وو او اوس ورسره په مرکز کې شاوخوا ۱۰۰ سپي دي.

زیبا وايي دا کار یې هله پیل کړی وو چې کله د امریکا له کیليفورنیا ایالت څخه له مور او پلار سره پېښور ته ستنه شوې وه او په ځانګړې توګه یې سپي په ډېر بد حال کې لیدلي وو.

زیبا وايي دا کار یې په خپلو پیسو او فنډونو روان کړی دی. دا وايي که څوک یې مرسته کولای شي نو ضرور دې ورسره په دغه کار کې شامل شي.

د مشال راډيو خبریاله ملیحه امیرزاده ورسره په سروې خپرونه کې غږېدلې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG