د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان ټاکنو او دې سیمه ته کتنه


ګلګت ته د ورننوتو چېک پوسټ
ګلګت ته د ورننوتو چېک پوسټ

د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت بلتستان کې د نومبر پر ۱۵مه د دې سيمې د قانون ساز اسبملۍ لپاره انتخابات کېږي.

د ۳۳ غړيو اسمبلۍ لپاره دا وخت ۳۳۰ نوماندان انتخاباتو ته ولاړ دي چې يو شمېر يې د پاکستان له لويو سياسي ګوندونو سره اړه لري او نور بيا په خپلواکه توګه سيالي کوي.

د ګلګت بلتستان د انتخاباتي کميسيون په وينا، د دې سيمې د وګړو شمېر شاوخوا ۱۵ لاکه دی چې د رايې ورکونکو شمېر تر ۷۴۵،۰۰۰ زيات دی.

بلخوا د دې سيمې د قانون ساز اسمبلۍ لپاره انتخاباتو ته ۳۳۰ نوماندان ولاړ دي.

دلته د اسبملۍ د چوکيو ټول شمېر ۳۳ دی چې ۲۴ يې عامې چوکۍ دي، شپږ د ښځو لپاره ځانګړې دي او درې بيا د پوهانو او مسلکي کسانو لپاره ځانګړې شوې دي.

په دې انتخاباتو کې د پاکستان پر واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف برسېره، پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز ګوند او جمعيت علما اسلام سربېره يوشمېر نور سياسي ګوندونونه برخه اخلي.

بلخوا ځینې کسان په خپلواکه توګه هم په دې انتخاباتو کې سياليو ته ولاړ دي.

ګلګت بلتستان کې د انتخاباتو تاريخ

ګلګت بلتستان کې د ۲۰۰۹ز کال د "ځواکمنتيا او خپلې حکومتدارۍ" تر قانون لاندې انتظامي، سياسي، اقتصادي او عدالتي اصلاحات وشول چې په نتيجه کې يې په لومړي ځل د دې سيمې د قانون ساز اسمبلۍ لپاره د ۲۰۰۹م کال د نومبر پر ۱۲مه انتخابات وشول. په دې انتخاباتو کې د پاکستان د هغه وخت واکمن پاکستان پيپلز ګوند حکومت جوړ کړ چې پينځه کلنه موده يې د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه پای ته ورسېده.

وروسته د ۲۰۱۵ز کال په فبروري مياشت کې دويم ځل انتخاباتو کې د پاکستان د هغه وخت واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ ن بريالی شو چې پر دې سيمه يې د واک موده د ۲۰۲۰ز کال د جون پر ۲۴مه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه هلته به درېيم ځل انتخابات د اګست پر ۱۸مه کېږي خو د کورونا وايرس خپرېدو له کبله دا انتخابات د نومبر تر ۱۵مې وځنډول شول.

د ګلګت بلتستان تاريخ

ګلګت بلتستان سيمه په تاريخي ډول د جمو او کشمير نوابي رياست برخه وه. د هند د نيمې وچې دغه يو تر ټولو لوی رياست په ۱۸۴۶ز کال کې د هغه وخت انګرېز ښکېلاکګرو او د ډوګره کورنۍ د نواب ګلاب سينګ ډوګره تر منځ د يوې لوظنامې له مخې رامنځ ته شو.

دې رياست څلور برخې کشمير، جمو، ګلګت او لداخ درلودې خو بلتستان چې سکردو هم ورته ويل کېږي وار له مخه لا د ډوګره کورنۍ تر واک لاندې وو.

د ۱۹۴۷ز کال د اګست پر ۱۵مه د هغه وخت له انګرېز ښکېلاک څخه د هند او پاکستان له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته ډوګره کورنۍ جمو او کشمير رياست له هند سره ګډ کړ خو د ګلګت ولس د وسله وال پاڅون په نتيجه کې د ۱۹۴۷ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د خپلواک رياست اعلان وکړ او له دې ۱۵ ورځې وروسته يې دا سيمه په پاکستان ورګډه کړه.

وروسته د بلتستان ولس هم له يو کلنې مبارزې وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې ځان له جمو او کشمير رياست څخه رابېل کړ او په پاکستان ګډ شول.

په پاکستان له ګډېدو وروسته د ګلګت بلتستان اييني حيثيت

په پاکستان کې له ورګډېدو وروسته په ګلګت بلتستان کې تر ۱۹۷۵ز کال پورې د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) يا د سرحدي سيمو د جرايمو قانون پلی وو او دغې سيمې ته "د وفاق تر انتظام لاندې شمالي سيمې" يا "فانا" نوم ورکړل شوی وو.

دغه سيمه په دوو اداري ساحو وېشل شوې چې د يوې نوم ګلګت او د بلې نوم بلتستان دی.

که څه هم ګلګت بلتستان تر اوسه د يوه کونسل حيثيت لري او د صوبې درجه نه ده ورکړل شوې خو وزيراعلا يې قانون ساز اسمبلۍ ته د منتخب استازو لخوا ټاکل کېږي. بلخوا د دې سيمې ګورنر د وزيراعظم په مشوره د ولسمشر لخوا ټاکل کېږي.

په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان پارلمان قانون منظور کړ چې له مخې يې د ګلګت بلتستان د داخلي چارو انتظامي واک دغه کونسل ته ورکړل شو.

وروسته په ۲۰۱۵ز کال کې د ګلګت بلتستان اسمبلۍ قانون منظور کړ چې کونسل ته دې د پاکستان د صوبې درجه ورکړل شي تر څو د دې هېواد د نورو څلورو صوبو په شان له ټولو حقونو برخمن شي.

دغه سيمه اوسمهال د ۲۰۱۸ز کال د ګلګت بلتستان ځانګړي قانون لاندې د ولسمشر د امر په رڼا کې اداره کېږي. د سيمې د سياسي او ټولنېزو ګوندونو اتحاد د سپريم کورټ د ۲۰۱۹ز کال هغه پرېکړه رد کړې چې وايي د ګلګت بلتستان په اييني حيثيت کې بدلون نه شي کولای بلکې دا کار دې د ټولپوښتنې له لارې وشي.

دغه اتحاد غواړي چې ګلګت بلتستان ته دې د صوبې اييني حيثيت ورکړل شي.

خو د وزيراعظم عمران خان په ګډون د پاکستان د ځېنو نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم د اوسنيو انتخاباتي کمپاينونو پر مهال ژمنه کړې چې دوی به دغې سيمې ته د صوبې درجه ورکوي.

د ګلګت بلتستان جغرافيايي ارزښت

پر ۷۲،۹۷۱ مربع کلوميټره ساحه باندې پرته ګلګت بلتستان سيمه له چين، هند، تاجکستان او پاکستان سره پوله لري. دغه سيمه په واورو پوښلي غرونه، درې او د بېلا بېلو مېوو باغونه لري.

بلخوا دا سيمه د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سیپیک) دروازه هم ده او د پروژې ټول تجارت او کاروبار له همدې لارې کېږي.

ګلګت بلتستان ته د صوبې درجې ورکولو د اعلانونو په غبرګون کې هند نيوکه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان پر دغه سيمه په غېرقانوني توګه قبضه کول غواړي خو پاکستان بيا دا سيمه تر خپل واک لاندې ګڼي.

د ملګرو ملتونو له قرارداد سره سم د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير، د هند تر انتظام لاندې کشمير او ګلګت بلتستان لانجمنې سيمې دي. ملګرو ملتونو هلته د دې سيمو د راتلونکې حيثيت په اړه د ټولپوښتنې غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده عملي شوې.

XS
SM
MD
LG